
پروان کې د ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او بل ټپي دی
د پروان د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښې له کبله یو کس مړ شوی او یو بل ټپي دی.

د پروان د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښې له کبله یو کس مړ شوی او یو بل ټپي دی.

د افغانستان او پاکستان په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې هر کال د مې میاشتې ۲۹مه «غبرګولي نهمه» د پښتو ژبې نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

د پروان یوشمېر اوسېدونکي وايي چې له څه مودې راهیسې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د «لېوني سپیو» داړل زیات شوي دي.
د پروان د ګلبهار کلي اوسېدونکی۳۶کلن حشمتالله چې لېوني سپي داړلی او د پروان ۱۰۰بستریز تخصصي روغتون ته د واکسین لپاره ورغلی، وايي، که دغه ولایت کې د لېوني سپیو مخه ونه نیول شي، په لویه ستونزه به بدله شي.

بدخشان کې محلي سرچینې وايي چې نن یکشنبه د غبرګولي اوومه د یاد ولایت مرکز فیضاباد اړوند سیمه کې یوې نجلۍ ځانوژنه کړې ده.
د سرچینې په وینا، یادې نجلۍ د فیضاباد ښار د درېیمې حوزې اړوند شورابک سیمه کې سیند ته ځان اچولی او ځانوژنه یې کړې ده.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي چې د تېرې یوې میاشتې پر مهال د طبیعي پېښو له کبله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۴۲ کسان مړه او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.
د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، په دغو سېلابونو کې د هستوګنې سلګونه کورونه ویجاړ شوي او څه باندې ۱۹زره جریبه کرنیزه ځمکه هم لهمنځه تللې ده.

د ترکیې د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنې نن یکشنبه د مې ۲۸مه دغه هېواد کې پر ځای وخت سهار ۸ بجې پیل شوې دي.
دغو ټاکنو کې چې د ترکیې اوسني ولسمشر رجیبطیب اردوغان او د هغه سیال کمال قلیچدار اوغلو ترمنځ کېږي، د ترکیې بهرني سیاست او اقتصاد ترڅنګ، د کډوالو موضوع یې تر ټولو اساسي مسایلو څخه بلل کېږي.

د ننګرهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د ملکي هوايي ډګر ترمینل یې نن پرانېست.

د فاریاب په نوې رامنځته شوې «خېبر» ولسوالي په قرايي سیمه کې د تېرې اوونۍ د جمعې پر ورځ (د غبرګولي پنځمه) د «المعراج تارشي» په نوم جامع جومات پرانېستل شو.
دغه جومات چې په یوه وخت کې د ۲۰۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ شوی دی.

د ترکمنستان پلازمېنې عشقاباد کې د اروپايي ټولنې او مرکزي اسیا د ځانګړیو استازیو له ناستې وروسته په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې د افغانانو پر ملاتړ او د افغانستان د اقتصادي زېربناوو پر بیارغونه ټينګار شوی دی. د خبرپاڼې په یوې برخه کې افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو او د ښځو او نجونو د کار او زدهکړو محدودیت پر لرېکېدو ټينګار شوی.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي، د تېرو دوو میاشتو پرمهال یې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته څه باندې ۲۰۰۰ ناروغان ثبت کړي چې درملنې ته په تمه دي. د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفانالله شرفزوی سلاموطندار ته وايي، د زړه سوري پر ناروغۍ اخته ۱۰۰۰ ناروغان له درملنې وړاندې مړه شوي او ۱۱۰۰۰ ناروغان درملنې ته په تمه دي.

د بدخشان پوهنتون د فرهنګي کمېټې مسوول صلاحالدین قاريزاده وايي چې نن شنبه د غبرګولي شپږمه دغه پوهنتون کې یې مطالعې ته د زدهکړیالانو د هڅونې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ کړی.

نیمروز کې ولسي سرچینې سلاموطندار ته وايي چې د دغه ولایت په سرحدي سیمه کې د افغانستان او ایران امنیتي ځواکونو ترمنخ نن سهار نښته رامنځته شوې چې اوس هم روانه ده.
د سرچینې په وینا، تراوسه معلومه نه ده چې دغه نښته د څه له امله رامنځته شوې، خو زیاتوي چې ایراني ځواکونو پر زرنج ښار د توغندیو بریدونه هم کړي دي.

د نورستان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمه کې د ناچاودو توکو د چاودنې له کبله دوه ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د یاد ولایت د والي ویاند سیفالله لټون ویلي چې پېښه نن شنبه د غبرګولي څلورمه د نورستان د وانټوایګل ولسوالي د «سامګل» په دره کې رامنځته شوې ده.

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز او یوشمېر ولسوالیو کې سلګونه نجونو او هلکانو ته د لومړنیو زدهکړو ۱۵۰ محلي ټولګي جوړ شوي دي.
دغه محلي ټولګي د یونېسف په مالي لګښت او د افغان پرمختیایي موسسې لهخوا جوړ شوي دي. د پکتیا پوهنې رییس عبدالوکیل خالد زیاته کړه چې دغو ټولګیو کې هغو ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره شوې چې له ښوونځي پاتي وو.

د غور امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د رامنځته شوې شخړې په پایله کې یو ماشوم وژل شوی دی.
د غور امنیتي مسوولانو په وینا، پېښه د یاد ولایت د پسابند ولسوالي اړوند سیمه کې پرون جمعه د غبرګولي پنځمه رامنځته شوې چې له کبله یې یو ۱۲کلن ماشوم وژل شوی دی.

افغان ماشومان د هېواد په بېلابېلو برخو، په تېره کابل کې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په موخه د روزګار لپاره قرباني ورکوي. ګڼشمېر ماشومان هر سهار د ښوونځي پر ځای، ښار ته راوځي او د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره تر بېګاه پر سړکونو د سپرلۍ موټرو ډکولو په موخه نارې وهي.