Asset 1SWN

پروان کې د ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او بل ټپي دی

ولایت-پروان

د پروان د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښې له کبله یو کس مړ شوی او یو بل ټپي دی.

د پروان د ټرافیکو مدیریت د پېښو د څېړنې امر عیدالحمید محمدي سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه بېګاه شپه د دغه ولایت د بګرام هوايي ډګر مخې ته رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، پېښه د دوو موټرسایکلو د ټکر له امله رامنځته شوې چې یو کس په‌کې مړ شوی او بل ټپي دی. هغه زیاتوي چې مړ شوی او ټپي دواړه د بګرام ولسوالي اوسېدونکي دي.

د پروان د ټرافیکو مدیریت د پېښو د څېړنې امر عیدالحمید محمدي د یادې پېښې لامل د موټرسایکل چلوونکو بې‌احتیاطي په ګوته کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم د دغه ولایت او د هېواد په نورو سیمو کې ورته پېښې رامنځته شوي چې مسوولان یې تر ډېره لامل د سرکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او  ټرافیکو قوانینو سره نه بلدتیا ښيي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام