Asset 1SWN

پروان کې د ۱۴میاشتو پرمهال د لېوني سپیو د داړلو ۱۵۰۰پېښې ثبت شوي

1397101015340786416272264

د پروان یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې له څه مودې راهیسې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د «لېوني سپیو» داړل زیات شوي دي.

د پروان د ګل‌بهار کلي اوسېدونکی۳۶کلن حشمت‌الله چې لېوني سپي داړلی او د پروان ۱۰۰بستریز تخصصي روغتون ته د واکسین لپاره ورغلی، وايي، که دغه ولایت کې د لېوني سپیو مخه ونه نیول شي، په لویه ستونزه به بدله شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «شاوخوا ۸:۳۰ بجې د شپې وې چې زه یې وداړلم، دواړه پېښې مې درد کوي. هغه سیمه کې چې زه ژوند کوم، دوه ماشومان یې هم داړلي دي.»

په ورته مهال د ګل‌بهار کلي یو بل اوسېدونکی ۵۸کلن اقاګل چې په تازه‌ګۍ سره سپي داړلی وايي: «ځکه هغه سپی چې حمله کوي، ښايي لېونی وي، د همدې لپاره غواړم چې واکسین وکړم. غوښتنه مو دا ده چې یو تدبیر ولري چې د همدغو کوڅه‌ډبو سپیو څخه په امن وي.»

 د پروان د ۱۰۰بستریز تخصصي روغتون سرطبیب عبداخلیل حیدري پروان کې د سپیو داړلو پېښو ته په اشارې سره وايي چې هره ورځ په منځنۍ کچه ۲۰ هغه کسان چې سپیو داړلي وي، دغه روغتون ته مراجعه کوي.

د نوموړي په وینا، په وروستیو ۱۴ میاشتو کې دغه روغتون کې د سپیو داړلو څه باندې ۱۵۰۰ پېښې ثبت شوي دي. نوموړي وویل: «د عامې روغتیا ریاست، د چاپېریال ساتنې او خپله ښاروالي باید یوه پرېکړه وکړي چې د دغو سپیو مخه ونیول شي.»

د پروان د عامې روغتیا ریاست د روغتیايي چاپېریال مسوول نصرالله تیموري وايي، تېر کال دغه ولایت کې د کوڅه‌ډبو سپیو د له‌منځه وړلو کمپاین په لاره اچول شوی و، خو د چاپېریال ساتنې ادارې یې مخه نیولې ده.

هغه وویل: «موږ په دې لټه کې یو چې درمل چې د استریکنین پوډر دی، ترلاسه یې کړو، ځکه کوڅه‌‌ډب سپي زیات شوي او له بل لوري د چاپېریال ساتنې ادارې بند کړي او ویلي یې دي چې باید عقیم شي.»

د پروان د چاپېریال ساتنې ادارې رییس حفیظ‌الله منصور وايي، ښاروالي، د روغتیا ریاست د حیواني روغتیا او کرنې اداره باید دغه ولایت کې د سپیو د نسل زیاتېدو مخه ونیسي، خو د دغه ولایت د کرنې ریاست بیا وايي چې د امکاناتو نشتون له کبله یې تراوسه دغه کار نه دی کړی.

د پروان د کرنې ریاست د حیواني ورغتیا کلینیک امر محمدعارف عقیل سلام‌وطندار ته وايي: «زموږ مسوولیت درملنه ده چې د سپیو ربي واکسین تطبیقېږي، د ربي واکسین تېر کال موږ ته نه و راغلی او سږکال هم د وزارت له لوري نه دی راغلی.»

کارپوهان وايي چې د چاپېریال توزان ساتنې او د سپي داړلو ګواښونو مخنیوي لپاره اړتیا ده چې د سپیو وژلو پر ځای دوی واکسین شي او د نسل زیاتېدو مخه یې ونیول شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پروان پوهنتون د چاپېریال ساتنې څانګې استاد عزیزاقا عزیزي وايي چې د لېونیو سپیو د زیاتېدو مخنیوي لپاره اړتیا ده چې د کرنې ریاست هغو سپیو ته چې په کورونو کې ساتل کېږي، د واکسین تطبیق جبري کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام