پر سترګو معلول کسان: ټولنه کې د اضافي کسانو په سترګه راته کتل کېږي

یوشمېر افغانان چې د سترګو له معلولیت څخه ځورېږي وايي، زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو او کاري فرصتونو ته لاسرسی نه لري او دوی یې له کبله ناهیلي شوي دي.
په کابل ښار کې د «روشن‌دلان» مسلکي انسټېټیوټ یوشمېر معلولان چې په سترګو څه نه ویني وايي، د کانکور ازموینه کې د ګډون برخه کې له ستونزو سره مخامخېږي او د لوړو زده‌کړو بورسیو او کاري فرصتونو ته هم لاسرسی نه لري.

له حیرتان بندره ۱۷۰ ټُنه بې‌کیفیته تېل بېرته اوزبکستان ته لېږل شوي

د بلخ د حیرتان سوداګریز بندر مسوولان وايي چې له اوزبکستان څخه وارد شوي څه باندې ۱۷۲ ټُنه بې‌کیفیته تېل یې بېرته دغه هېواد ته لېږلې دي.

د حیرتان بندر د نورم او سټنډرډ امریت مسوولانو په وینا، دغه تېل تر ارزونې وروسته بېرته یاد هېواد ته استول شوې دي.

هرات کې نن دوه زورورې زلزلې شوي

د امریکا ځمک‌‌پېژندنې سروې وايي چې نن یکشنبه «تلې ۲۳» په هرات ولایت کې د یوه ساعت په ترڅ کې دوه زورورې زلزلې شوې دي.

لومړۍ زلزله چې نن سهار شاوخوا ۸ بجې شوې مرکز یې د یاد ولایت د کُشک ولسوالي کاریزنو سیمه ښودل شوې ده. د ریښتر په کچه د یادې زلزلې شدت ۶،۳ ښودل شوی دی.

کاپیسا کې پر رواني ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

د کاپیسا یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې دغه ولایت کې پر رواني ستونزو د اخته ناروغانو شمېر زیات شوی دی.

د یاد ولایت اوسېدونکی احمدذکي چې خپل تره یې اروايي ډاکټر ته د درملنې لپاره راوستی، سلام‌وطندار ته وویل چې تره یې پر ژور خپګان اخته شوی دی.

فاریاب کې د کُنجد غوړیو تولیدونکي: یو کس هم ترې استفاده نه‌کوي

د فاریاب مرکز میمنې ښار کې د کُنجد او زغر غوړیو یوشمېر تولیدونکي وايي چې دغه کسب په یاد ولایت کې د ورکېدو په حال کې دی.

دوی دې برخه کې د مسوولانو د نه پاملرنې له امله د شکایت ترڅنګ وايي چې د کُنجد او زغر غوړیو تولید د دغه ولایت د اوسېدونکو یو پخوانی کسب دی چې اوس له پامه غورځول شوی دی.