عامې روغتيا وزارت کې څلور کسان د بډو غوښتو په تور نيول شوي
لويه څارنوالي تاييدوي چې عامې روغتيا وزارت کې څلور کارکوونکي د دغه وزارت له نور کارکوونکيو د بډو غوښتو په تور نيول شوي دي او اوس مهال په توقیف کې دي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي رسنيو ته په لېږل شوي یوه ويډیويي پيغام کې د يادو کسانو په اړه جزيات نه دي ورکړي؛ خو وايي، د دغو کسانو دوسيه تر څېړنې لاندې ده.