
پکتيا کې د ۳۰۰زره جعلي کلدارو د کارونې په تور یو کس نیول شوی
د پکتیا امنيه قومنداني څخه نن دوشنبه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د يادې قومنداني اړوند د درېیمې امنیتي حوزې د جنایي جرمونو سره مبارزې منسوبینو، د یو کشفي راپور پربنسټ یو کس هغه مهال ونیوه چې د موټر د اخیستول پرمهال یې له جعلي بانک نوټونو استفاده کوله.














