
پر اوکراین د روسیې توغندیز برید؛ اته کسان وژل شوي او ۳۱ ټپیان دي
د اوکراین چارواکي وايي چې د یاد هېواد د دونېڅک اړوند په «پوکروفسک» ښار کې د روسي ځواکونو له لوري په توغندیزو بریدونو کې اته کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.

د اوکراین چارواکي وايي چې د یاد هېواد د دونېڅک اړوند په «پوکروفسک» ښار کې د روسي ځواکونو له لوري په توغندیزو بریدونو کې اته کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.

د سوریې پلازمېنې «دمشق» ښار ته څېرمه د اسراییلي ځواکونو په توغندیزو بریدونو کې څلور سوریايي پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د دغه هېواد د وسلو تولیدي کارخونو ته لارښوونه کړې چې د خپلو وسلو تولید زیات کړي.

الجزایر کې د ځنګلياور لګېدو له امله ۳۴ کسان مړه شوي او په سلګونه نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د الجزېرې خبري شبکې د راپور پر بنسټ، د یادو کسانو د مړینې خبر پرون دوشنبه د جولای ۲۴مه ورکړل شوی چې دغه هېواد کې د تودوخې درجه ۴۸ سانټیګراډ ته رسېدلې وه.

یونان کې چارواکي وايي چې دغه هېواد په تېرو ۵۰ کلونو کې د تودوخې د تر ټولې لوړې درجې سره مخ دی چې روانه اوونۍ دې هېواد کې له ۴۰ سانټیګراډ درجو پورته د تودوخې اټکل شوی دی.

اېټالیا کې پولیس وايي چې د دغه هېواد په سوېلي سیسلي ساحل کې له کښتیو څخه ۵.۳ ټُنه کوکاین نیولي دي.
پولیسو زیاته کړه چې د نیول شویو کوکاینو ارزښت ۸۵۰ میلیونه یورو ته رسېږي چې په تړاو یې پنځه کسان هم نیول شوي دي.

امریکا وايي چې د دوی له لوري د اوکراین پوځ ته ورکړل شوي «کلسټر بمونه» دغه هېواد کې د روسیې پوځ پر ضد کارول کېږي.

د یونان پلازمېنې اتن کې نن جمعه د پنځمې پرلهپسې ورځې لپاره ځنګلي اور دوام درلود چې له امله یې د اتن لوېدیځ کې د ځنګلونو پراخه سیمه سوځېدلې او ګڼشمېر کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

عراق کې سلګونه لاریون کوونکو سویډن کې د قرانکریم سوځولو په غبرګون کې د دغه هېواد په پلازمېنه بغداد کې د سویډن سفارت ته اور اچولی دی.

د سوېلي کوریا یوه بندر ته د بالېسټیک وسلو لرونکي امریکايي اوبتل له رسېدو سره هممهاله شمالي کوریا نن سهشنبه د جولای ۱۹مه دوه بالېسټیک توغندي توغولې دي.

سعودي عربستان ته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سفر په لړ کې دغه هېواد ویلي چې له ترکیې به «بېپېلوټه» الوتکې وپېري.

اروپا کې د تودوخې څپې د خپرېدو په لړ کې د سویس د والایس اړوند برېګ ښارګوټي کې پولیسو د ځنګلياور د پراخېدو له امله ګڼشمېر خلک له غرنیو کلیو اېستلې دي.

سوېلي کوریا کې د دوو پرلهپسې ورځو راهیسې د سختو اورښتونو له امله راوتلیو سېلابونو اووه کسان مړه کړي او دوه نور لا درکه دي.
د سوېلي کوریا د کورنیو چارو او خوندیتوب وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې درې کسان د یاد هېواد په ختیځ او مرکزي سیمو کې په خپلو کورونو کې مړه شوي دي.

د فلسطین د اشغال شوې لوېدیځې غاړې نابلس ښار کې د اسراییلي ځواکونو په برید کې دوه فلسطینیان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

یوه څارونکې ډله وايي چې د روان ۲۰۲۳ کال له پیله تر دې مهاله د اوبو له لارې اسپانیا ته د رسېدو په هڅو کې د ۴۹ ماشومانو په ګډون ۹۵۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هند په کوربهتوب د ۲۰۲۳ کال یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام ته د لارموندنې سیالیو په لړ کې نن سکاټلنډ او نیدرلنډ لوبډلې نړیوال جام ته د وتلو لپاره سیالي کوي.
ټاکل شوې چې دغه لوبه نن ۱۱:۳۰ بجې د زمبابوې په بولووایو کې پیل شي.