Asset 1SWN

سلام وطندار

اېټالیا کې د ۸۵۰ میلیونه یورو په ارزښت کوکاین نیول شوي

643d4aa463fff

اېټالیا کې پولیس وايي چې د دغه هېواد په سوېلي سیسلي ساحل کې له کښتیو څخه یې ۵.۳ ټُنه کوکاین نیولي دي.

پولیسو زیاته کړه چې د نیول شویو کوکاینو ارزښت ۸۵۰ میلیونه یورو ته رسېږي چې په تړاو یې پنځه کسان هم نیول شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د پولیسو په وینا، دا لومړی دی چې دغه هېواد کې په دومره لوړه کچه نشه‌يي توکي نیول کېږي.

په ورته مهال د اېټالیا پولیسو ویلي چې دغه کښتۍ له سوېلي امریکا څخه د اېټالیا سیسلي تنګي ته روانه وه او غوښتل یې یاد کوکاین کب‌ نیوونکو کښتیو ته تسلیم کړي چې د دوی له لوري نیول شوي دي.

پولیسو همداراز وویل چې یاده کښتۍ د دوی تر څار لاندې وه او یاد کوکاین په کښتیو کې د تختو شاته ځای پر ځای شوي وو.

 له یادو نشه‌يي توکو سره دوه د ټونس وکوي، یو اېټالیوی، یو د البانیې او یو فرانسوی وګړی نیول شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له دې وړاندې د روان کال په اپرېل میاشت کې هم ایټالیوي پولیسو په ختیځ سیسلي کې دوه ټُنه کوکاین چې په یوې کښتۍ کې ځای پر ځای شوي وو، نیولي وو.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام