Asset 1SWN

کېم جونګ‌اون د وسلو کارخونو مسوولانو ته: د وسلو تولید زیات کړئ

۴۴۴۴۴

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د دغه هېواد د وسلو تولیدي کارخونو ته لارښوونه کړې چې د خپلو وسلو تولید زیات کړي.

د شمالي کوریا دولتي رسنیو نن یکشنبه د اګسټ شپږمه خبر ورکړی چې د یاد هېواد مشر کېم جونګ اون د توغندیو، توپخانو او نورو وسلو کارخونو ته امر کړی چې د هېواد دفاعي پیاوړتیا لپاره د خپلو وسلو تولید د پام وړ لوړ کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد هېواد دولتي خبري اژانس «KCNA» ویلي چې کېم جونګ اون د پنج‌شنبې او شنبې ورځو ترمنځ له یادو کارخونو د لیدنې پرمهال دغه لارښوونې کړې دي.

اون همداراز امر کړی چې د ستراتیژیکو کروز مزایلو او بې‌پېلوټه الوتکو د انجونونو او د سترو توغندیو د توغولو لپاره دې د ټرانسپورټي وسایل تولید کچه لوړه شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

کېم جونګ اون داسې مهال د وسلو تولید کارخونو څخه کم‌سارې لیدنه کوي چې په دې وروستیو ورځو کې پیونګ‌یانګ څو ځلې د بالېسټیکو توغندیو ازموینه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام