
له ایران او پاکستانه ۵۲۲۹ افغانان بېرته راستانه شوي
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مسوولان وايي چې له ایران او پاکستان څخه پنځه زره او دوه سوه نهه ویشت افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دغو راستنو شویو کسانو کې له نهه سوه پنځه اویا څخه ډېرې کورنۍ شاملې دي.














