
د مارچ اتمه؛ نجونې زدهکوونکې د ښوونځیو پرانېستلکېدو ته شېبې شماري
هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو له تړلکېدو نږدې ۱۹ میاشتې تېرېږي، خو لا هم د نجونو زدهکوونکو د زدهکړو راتلونکی یوه ناملعوم برخلیک سره مخ دی.
په لوېدیځ او سوېل لوېدیځو ولایتونو کې یوشمېر نجونې زدهکوونکې وايي چې د زدهکړو نامعلوم برخلیک او د ښوونځيو تړلي پاتېکېدو اندېښمنې کړې دي.














