
امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشري پاکستان ته ولاړ
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل پر ټویټر لیکلي چې د دغه وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشري یو سیاسي-سوداګريز پلاوی نن «د غويي پنځلسمه، د جمعې ورځ» پاکستان ته تللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل پر ټویټر لیکلي چې د دغه وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشري یو سیاسي-سوداګريز پلاوی نن «د غويي پنځلسمه، د جمعې ورځ» پاکستان ته تللی دی.

غزني کې ټرافیکي پېښې د درېوو کسانو ژوند اخیستی دی. دا پېښه پرون ماښام د غزني د مرکز اړوند د «روضې کنډو» سیمه کې د ۴۰۴ ډوله موټر او موټرسایکل د ټکر له امله شوې ده.

د لوګر ولايت د امنیې قومانداني وياند احمدالله انس سلاموطندار ته ویلي چې پرون (د غويي څوارلسمه، د پنجشنبې ورځ) مازديګر مهال د محمداغې ولسوالي په «کډي» سیمه کې یو موټر او موټرسایکل سره ټکر شوي له کبله یې يو کس وژل شوی او د يوې ميرمنې په ګډون، دوه کسان ټپيان شوي دي.

د هېواد په ختیځ، لوېدیځ، شمالي او سوېلي ولایتونو کې یوشمېر کروندګر وايي، سږ کال یې هم پر خپلو ځمکو کوکنار کرلي؛ ځکه په وینا یې، د بدیلو کښتونو برخه کې ورسره مرسته نهده شوې.

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د افغانستان په ګډون د نړۍ اووه هېوادونه له بېوزلي او شدیدې لوږې سره مخ شوي دي.
د یاد راپور پر بنسټ، په سومالیا کې ۵۷سلنه خلک له لوږې سره مخ و چې له ورته وضعیت سره افغانستان، بورکینافاسو، هایټي، نایجریا، سوېلي سوډان او یمن هېوادونه هم مخ وو.

د ننګرهار امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوه هلک د ټیکټاک ویډیو جوړولو لپاره خپل یو ملګری وژلی دی.
پېښه نن پنجشنبه د غويي ۱۴مه د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالي اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ایپياېل سیالیو په لړ کې نن ماښام کلکته نایټراډرز لوبډله له سنرایزر حیدراباد سره لوبه کوي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې د حیدراباد په راجېف ګاندي نړیوال لوبغالي کې ترسره وشي.

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې په یوه راپور کې ادعا کړې چې د ا.ا له واکمنېدو راهیسې تراوسه د امریکا حکومت افغانستان سره ۲.۱ میلیارډ ډالر مرسته کړې ده. له دې سربېره افغانستان کې د نړیوالو مرستو د لګښت څرنګوالي په اړه هم نیوکې شتون لري.

د لوګر د مرکز پلعلم ښار اړوند په «جوزار» سیمه کې پرون چهارشنبه د غويي ۱۳مه یو ۱۲ کلن ماشوم له غره څخه لوېدلی او مړ شوی دی.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب سلاموطندار ته ویلي، دغه ماشوم د جوزار ښوونځي د شپږم ټولګي زدهکوونکی و او له غره څخه د رالوېدو پېښه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د میدان وردګ امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت بېګاه شپه یوه عمر خوړلي کس ځانوژنه کړې ده. پېښه د دغه ولایت د سیداباد ولسوالي د نخي درې اړوند «کوډۍ» کلي کې رامنځته شوې ده.
د میدان وردګ د امنیې قومنداني له لوري سلاموطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه کس شاوخوا ۷۰کاله عمر درلود او خپل ځان یې زندۍ کړی دی.

نن (د مې دیارلسمه، چهارشنبه) د مطبوعاتو ازادۍ له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د حکومت د رسنیو مرکز کې دا ورځ ونمانځله. د دغه وزارت مسوولانو خبریالانو ته ډاډ ورکړ چې د رسنیو پر وړاندې شته ستونزې به حل کړي.

د ننګرهار امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې امنیتي ځواکونو د انسان تښتونکو له منګولو یو ماشوم ازاد کړی دی.
د ننګرهار د امنیې قومنداني وياند عبدالبصير زابلي سلاموطندار ته ویلي چې د بټيکوټ ولسوالي اړوند سیمه کې امنیتي ځواکونو یو ماشوم د انسان تښوونکو له منګولو ازاد کړی دی.

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړي بنسټ (نی) نن چهارشنبه د غويي ۱۳مه د مطبوعاتو نړیوالې ورځې په مناسبت یوې خبرپاڼه کې ویلي، د رسنیو او خبریالانو ازاد فعالیت باید افغانستان کې د یوه بشريحق په توګه تضمین کړل شي. د یاد بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي، له نږدې دوو کلونو راهیسې هېواد کې د رسنیو خپلواک فعالیتونه له ستونزو سره مخ شوي دي.

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ایپېاېل سیالیو په لړ کې نن ورځ او شپه دوه لوبې کېږي چې لکناو سوپر جاینټز به چینای سوپر

د لوګر امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د دوو جلا پېښو پر مهال ناپېژنده وسلهوالو دوه کسان په ډزو وژلي دي.
د لوګر د امنیه قومنداني ویاند احمدالله انس سلاموطندار ته ویلي چې لومړی پېښه د محمداغې ولسوالي په «زرغونښار» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د ننګرهار امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمه کې یوه ۵۵کلن کس ځانوژنه کړې ده.
د ننګرهار د امنیې قومنداني ویاند عبدالبصیر زابلي سلاموطندار ته ویلي چې پېښه پرون سهشنبه د غويي ۱۲مه د دغه ولایت د مومندرې ولسوالي اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.