د افغانستان د پانګوالو د تجارتي شرکتونو ټولنه نن کابل کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې په رسمي توګه خپل فعاليت پيل کړ. د دې ټولنې مسوولان وايي، دا ټولنه  د افغانستان د پانګوالو ترمنځ د يووالي رامنځته کولو په موخه جوړه شوې ده.

د افغانستان د پانګوالو د تجارتي شرکتونو ټولنې مسوولان د دغه بنسټ په پرانېست غونډه کې له افغان پانګوالو څخه وغوښتل چې بېرته دې هېواد ته راستانه شي. دوی وایي چې اوسمهال په افغانستان تر نور هر وخت زیات د پانګونې زمینه برابره شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې ټولنې عمومي رییس محمدباز غیرت له اسلامي امارت څخه غواړي چې افغانستان ته د پانګوالو د بېرته ستندېدو لپاره یوه طرحه جوړه کړي او په دې برخه کې دې د تجارتي شرکتونو له ټولنې سره همکاري وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګریو او پانګونې خونې رییس محمدیونس مهمند هم ټینګار کوي چې اوسمهال په افغانستان تر نور هر وخت زیات د پانګونې زمینه برابره شوې او اوس اړ نه دي چې د هېواد په کوم ځای کې بې ځایه تعرفه ورکړي.

په همدې حال کې د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبدالطیف نظري پانګوالو او سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاو برابرولو ژمنه وکړه او وې ویل چې د پانګوالو د تجارتي شرکتونو د ټولنې جوړېدل به د هېواد په اقتصادي تحولاتو کې مهمه ونډه ولري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادولو وړ ده چې له دې مخکې هم په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو او د پانګونې راټیټېدو سره د اسلامي امارت چارواکو له پانګوالو غوښتي و چې بېرته افغانستان ته راشي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام