Asset 1SWN

د بودیجې کمښت؛ ډبلیو‌اف‌پي‌: د میاشتې پنځه میلیونه کسانو سره مرسته کوو

wfp-aid-afghanistan

د خوړو نړیوال پروګرام «WFP» وايي، د بودیجې کمښت له امله اړ شوي چې افغانستان کې د مرستو ترلاسه کوونکو شمېر پنځه میلیونه کسانو ته راښکته کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام نن «سه‌شنبه د غبرګولي ۱۳مه» پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې راتلونکي ژمي کې اړمنو سره د مرستو لپاره یو میلیارډ او ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 یاد بنسټ زیاته کړې چې روان ۲۰۲۳ کال کې ۲۸میلیونه او ۸۰۰زره افغانان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې د روان کال له مې تر اکتوبر میاشتې پورې ۱۵ میلیونه او ۳۰۰زره کسان د خوړو له شدید کمښت سره مخ شي.

 

د دوی په وینا، دوه میلیونه او ۸۰۰زره کسان د خوړو نه خوندیتوب سره مخ دي او درې میلیونه او ۲۰۰زره ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو ښکته دي، پر شدیدې خوارځواکۍ اخته شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د خوړو نړیوال پروګرام همداراز لیکلي چې د بودیجې کمښت له امله اړ شوي، څو اته میلیونه کسان له خپلو بېړنیو مرستو حذف کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام