د جوزجان د فیض‌اباد ولسوالي د بالامردیان کلي کې د اورلګېدنې دوه اوونۍ وروسته د یاد ولایت محلي ادارې د خپرو شویو اوازو په لړ کې وايي، دوی له څېړنو وروسته موندلې چې پېریان دغه سیمه کې د خلکو کورونو ته اور وراچوي.

د بالامردیان کلي اوسېدونکي وايي، دغه کلي کې د اورلګېدنې څخه راپدېخوا نږدې ۳۰۰ کورنۍ اړ شوي چې خپلې مېنې پرېږدي او شبرغان او بلخ ولایت ته کډه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

که څه هم له اورلګېدنې راهیسې د سیمې ځايي خلک هڅه کوي چې اور مهار کړي، خو د  هر ساعت په تېرېدو د اور لمن لا پراخېږي او  پرله‌پسې کورونه سوځول کېږي.

د جوزجان محلي او امنیتي مسوولان همداراز وايي چې د اور د خپرېدو چټکتیا دومره ډېره ده چې دوی یې په مهارولو کې پاتې راغلې دي.

د جوزجان والي شعیب رسالت هغه اوازې تاییدوي چې ګواکې دغه اور لګېدنه د پېریانو له‌خوا کېږي. نوموړي زیاته کړه چې څېړنې ښيي، دغه کلي کې کورونه په خپله یو پر بل پسې اور اخلي.

رسالت له مرستندویه موسسو څخه د مرستو د غوښتنې سربېره، له خلکو وغوښتل چېله دې ناورین څخه د خلاصون لپاره دعا او توبه وکړي.

د جوزجان امنیه قوماندان سراج الدین احمدي چې دوه ځلې د پېښې سیمې ته ورغلی، وايي، د دوی د شمېرو له مخې د بالامردیان په کلي کې ۱۰۰ کورونه په بشپړه یا جزوي توګه د اورلګېدنې له امله سوځېدلي دي.

د بالامردیان کلي کې د اورلګېدنې دوام او د کنټرول لپاره د ځايي ادارې د پلان نشتون لامل شوی چې لسګونه کورنۍ له دې کلي بې‌ځایه او پاتې کسان هم د خپلو کورونو د سوځېدو له وېرې سره مخ دي.

که څه هم په دغه سیمه کې لومړی داسې انګېرل کېده چې ښايي دغه اورلګېدنه به د طبیعي ګازونو له امله یې وي، خو د محلي مسولانو له لوري تر تخنیکي څېړنو وروسته جوته شوه چې دې سیمه کې د طبیعي ګازو هېڅ څاه نشته دی.

اوس چې هر شېبه بالامردیان کلي کې د لګېدلي اور د مهار هڅې بې‌پایلې دي، د خلکو دا باور هم زیات شوی چې ښايي کورونه یې د پېریانو له لوري سوځول کېږي.

د بالامردیان کلي یو اوسېدونکی عبیدالله وايي، دیني عالمانو موندلې چې دغه کورونه د پېریانو له لوري سوځول کېږي. د نوموړي په وینا، دغه کلي کې د اور لمن پراخېدو په لړ کې نږدې ۳۰۰ کورنۍ مرکز شبرغان او نورو ولایتونو ته بې‌ځایه شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د فیض‌اباد ولسوالي ۷۲ کلي چې له مرکز شبرغان څخه ۷۵ کیلو مټره لرې پرته او د جوزجان له درېیمې درجې ولسوالیو څخه شمېرل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام