خاموش اتل، هره ورځ له کوره راوځي ترڅو هغو کسانو سره چې د جګړې د پاتې شوي ماینونو د چاودېدو له خطر سره مخ دي، مرسته وکړي، څو دوی له کوره بهر کېدو وروسته هم بېرته وکولی شي چې خپلو کورونو ته راستانه شي.
د کابل د سروبي ولسوالۍ یو اوسیدونکی چې دې وروستیو کې له پاکستانه راستون شوی، طبیعي پیښو سره د مبارزې او چمتوالي ملي ادارې د ماینپاکۍ څانګې سره اړیکه نیسي او په خپل کور کې د ناچاودو توکو د شتون په اړه راپور ورکوي.
د ماینپاکۍ یوې اووه کسیزې ډلې سره یوځای د سیمې په لور روانیږو.
له دو ساعته مزل وروسته، د کابل د سروبي ولسوالۍ «تیزین» کلي ته راورسېدو.
د سعدي معصوم په مشرۍ د ماینپاکۍ یوه ډله هغه کور ته ننوځي چې ناچاوده توکي پکې شتون لري، ترڅو شنډ یې کړي.
سعدي معصوم خوشحاله دی چې کولی شي نور خلک له مرګه وژغوري، خو هغه پخپله بیا هره ورځ دا وېره لري چې وروسته له دې چې له کوره بهر وځي، و به نه توانیږي چې بېرته خپل کور ته راستون شي.
«هر سهار چې له کوره وځم، احساس کوم چې شاید نن بیرته کور ته ستون نه شم، ځکه دا یو خطرناکه کار دی، خو زه بیا هم خوښ یم چې د یوه ماشوم، یوه ځوان او د دې هېواد د یوه بچي ژوند ژغورم.»
ښاغلی معصوم د خپل اووه کسیز ټیم څخه عبدالبصیر چې د خپلو همکارانو په منځ کې د «خاموش اتل» په نوم مشهور دی، د ماین د شنډولو لپاره انتخابوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
عبدالبصیر چې ۵۲ کاله عمر لري او د خپل ژوند نیمایي برخه یې د هېواد په غرونو او دښتو کې د ماینونو په پاکولو کې تېره کړې وايي، مرګ په خپلو سترګو ویني او په خپلو لاسونو یې خاموشوي.
«مونږ ډېر مایونونه شنډ کړي. د افغانستان په سطحه سیمو کې ماینونه ځای پر ځای شوي، شاوخوا ۳۰ ولایتونو کې مو کار کړی او ډېری ناچاوده توکي مو له منځه وړي دي.»
عبدالبصیر حویلي ته ورننوځي، د انګړ په یوه کونج کې یوه ویجاړه خونه ده چې چت یې نړېدلی او د هغې کړکۍ لاندې ماین ځای پرځای شوی.
کله چې ناچاودو توکو سره مخ کیږي، پر ټنډه یې خولې را ماتې شي او وېره یې په مخ کې څرګندیږي.
دی وايي:
«د ماین پاکۍ په برخه کې خطرونه ډېر دي. زمونږ ډېر همکارانو ژوند له لاسه ورکړی دی. هغوی معلول شوي دي. مونږ دغه خطرونه په غاړه اخیستي، ځکه چې هوډ لرو وطن ته خدمت وکړو.»
یو ساعت وروسته ناچاوده مهمات پېژني، ورو ورو او په احتیاط سره یې په خپلو لاسونو ارام ارام پورته کوي، په یوه کاغذي بکس کې یې ځای پرځای کوي او په ارامۍ سره یې له انګړ څخه بهر وړي.
د خپلو همکارانو او ځايي اوسېدونکو سره په مشوره، هغه دا چاودیدونکي توکي د ساحې یوې جلا سیمې ته وړي او چاودنه ورکوي.
عبدالبصیر د ناچاودو مهماتو او ماینونو د چاودنې د مخنیوي لپاره له کورنیو غوښتنه کوي چې هغو سیمو ته نږدې نشي چې د خطر نښې پکې لیدل کیږي.
افغانستان کې ناچاوده توکي تر ډېره د ماشومانو او ښځو ژوند له خطر سره مخ کوي او وژني یې.
وروسته له هغه چې عبدالبصیر یاد ماین شنډ کړ، د ځایي ماشومانو په مخونو موسکا ښکاره شوه.
د کابل د سروبي ولسوالۍ د «تیزین» کلي اوسېدونکی خالد چې څو ورځې وړاندې له پاکستانه هېواد ته راستون شوی وايي، دې وروستیو کې یې خپل د تره زوی له جګړې څخه د پاتې ماین په چاودنه کې له لاسه ورکړی.
«کوچنی ماشوم چې ۱۱ کلن وو او څاروي یې څرول، ماین سره مخ شو، ورور یې ورته ویلي وو چې لاس مه ور وړه ماین دی، خو ده ورته ویلي وو چې ماین نه دی او لوبې یې پرې کولې، کله چې یې په تېږه وهلی وو، چاودنه یې کړې او په کې ووژل شو.»
د سروبي ولسوالۍ د «تیزین» کلي بل اوسیدونکی علیم خان، له اسلامي امارته غواړي هغه سیمې چې له جګړو څخه په پاتې شویو ماینونو او مهماتو ککړې دي، پاکې کړي.
«له حکومته مو غوښتنه دا ده چې په ماینونو ککړې سیمې پاکې کړي او باید څو ځله دغو سیمو ته مراجعه وکړي.»
افغانستان چې ۱۱۵۰ کیلومتره مربع ځمکه یې په ناچاودو توکو ککړه ده، یو له هغو هېوادونو دی چې د ناچاودو توکو له امله تر ټولو ډېر اغېزمن شوي او دا ناچاوده ماینونه هره میاشت له ۵۰ تر ۶۰ افغانان وژني.
عبدالبصیر او همکاران یې هره ورځ خپل ژوند په خطر کې اچوي، ترڅو لږ شمیر کسان له جګړې د پاتې چاودېدونکو توکو په چاودنه کې خپل ژوند یا د بدن غړي له لاسه ورکړي.
عبدالبصیر د سروبي ولسوالۍ د یوه اوسیدونکي کور کې د ماین له شنډولو وروسته په ارامه زړه خپلو همکارانو سره کابل ته روانېږي، ترڅو د سبا لپاره د ناچاودو مهماتو سره د مخ کېدو لپاره تیاری ونیسي.






