د پاکستان پوځ په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې افغانستان کې شته ترهګري اسلاماباد لپاره ګواښ دی او د دغه هېواد سرپرست حکومت باید د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې د نه کارېدو په اړه پر خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي.
د پاکستان پوځ دغه خبرپاڼه پرون جمعه د چنګاښ ۲۳مه د بلوچستان ایالت کویټې ښار ته د پوځ مشر عاصم منیر له سفیر وروسته خپره کړې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د تېرې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ د کویټې ښار د پوځ پر یوه مرکز د وسلهوال برید پر مهال ۱۲ پاکستاني پوځیان وژل شوي چې د برید مسوولیت د تحریک جهاد ډلې پر غاړه اخیستی دی.
د پاکستان پوځ همداراز ادعا کړې چې ټيټيپي یا د پاکستاني طالبانو تحریک غړي افغانستان کې په فعاله توګه شتون لري، خو اسلامي امارت بیا دغه ادعاوې تل رد کړي دي.
په ورته مهال د پوځ چارو یوشمېر شنونکي وايي چې پاکستان په ورته ادعا سره غواړي افغانستان کې خپلې ګټې ترلاسه کړي.
د پوځي چارو شنونکي اسدالله ندیم وویل: «دا چې پاکستان دومره ټینګار کوي چې له افغان خاورې ورته ګواښ متوجه دی، یو ډول ځان مظلوم ښيي، څو یوشمېر مسلې چې د افغانستان د ملي ګټو پر خلاف دي، پر افغانستان ومني، لکه شمالي ولایتونو ته د ټيټيپي د غړیو لېږد.»
په ورته مهال د پوځي چارو شنونکي همداراز د پاکستان دننه د ترهګرۍ مخنیوي برخه کې د پاکستان حکومت پر کړن لارې هم نیوکه کوي.
پوځيکارپوه محمدمتین محمودخېل وویل: «کله چې ګواښ وي، د سرحدونو ساتل د دواړو هېوادونو مسوولیت دی، که د افغانستان لهخوا پاکستان ته ګواښ وي، نو د دغه هېواد پولهساتي ځواکونه ولې، شکایت نه کوي او دغه څرګندونې د پاکستان دننه کېږي.»
په ورته مهال د افغانستان سرپرست حکومت تراوسه د پاکستان پوځ یادو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی او نه یې هم په دې اړه د سلاموطندار خبریال پوښتنو ته ځواب ورکړ.