د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ځانګړې اداره «یونېسف» وايي چې افغانستان د تېرو ۱۵ کلونو له تر ټولو سخت ژمی تجربه کوي.
یونېسف د دغې ادارې د اجراییه مرستیال عمر عبدي له قوله پرون دوشنبه د سلواغې ۱۷مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې روان ژمي کې د افغانانو بشري اړتیاوې ډېرې دي.
په ورته مهال یونېسف لیکلي، که افغانانو سره مرستې ونهشي، دغه هېواد کې به بشري ناورین رامنځته شي. د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ځانګړې ادارې همداراز ویلي چې دا مهال افغانستان کې ۲۸ میلیونه افغانانو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
یونېسف داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې له دې وړاندې یوشمېر نړیوالو بنسټونو افغانستان کې د یوه بشري ناورین د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی دی.
دغو بنسټونو په وار وار ویلي چې افغانستان کې د خلکو اقتصاد کمزوری شوی او د خپلو کورونو د تودولو او خوړو لپاره څه نهلري. په همدې حال کې د ملګروملتونو اړوند بنسټونو د معلوماتو له مخې، افغانان روان ژمي د کور ګرمولو او خوړو ترمنځ یو انتخاب لري.
که څه هم ګڼشمېر مرستندویه بنسټونو افغانستان کې بېوزله کورنیو سره د مرستو پر رسولو بوختې وې، خو د اسلامي امارت له لوري په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز د دوی د مرستو رسولو بهیر ټکنی کړی دی.
د اسلامي امارت د دې پرېکړې له امله ګڼشمېر بنسټونو افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولی او له اسلامي امارت یې غوښتنه کړې چې پر خپلې دې پرېکړې بیاکتنه وکړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
خو اسلامي امارت ویلي چې دغه پرېکړه یې موسسو کې د ښځینه کارکوونکو له لوري د حجاب نه مراعتولو له امله کړې ده.