د هرات ځايي چارواکي وايي، تېره ورځ چې ايران هغه ۵۰ افغان کډوال د هريرود سيند ته غورځولي وو، ۳۰ يې ژوندي ژغورل شوي، د ۱۲ يې مړه موندل شوي او ۸ نور يې لا ورک دي.

د هرات د ګلران ولسوالۍ ولسوال عبدالغني نوري سلام وطندار ته ویلي چې دغه ۵۰ افغانان د ایراني پوځیانو له لوري په «بېل او عنبور» له شکنجې وروسته هریرود ته اچول شوي.

د نوري په وينا، د سيمې خلکو تر نيمروز ولايته سيند پلټلی؛ خو د پاتې نورو مړيو کوم درک يې نه دی پيدا کړی.

افغان چارواکي وايي په هرات ولایت کې یې د هغو کسانو د موندلو عملیات پیل کړي چې ویل کېږي ایراني پوځیانو هریرود سیند ته غورځولي.

د يادې پېښې قربانيان د هرات د کشک او رباط سنګي ولسواليو او  د فاریاب، غور،کابل او ځینو نورو ولایتونو دي.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب عارف جلالي ۲ کسان چې د يادې پېښې په پايله کې ټپي شوي وو، اوس مهال يې روغتيايي وضعيت ښه دی. د نوموړي په وينا، له يادې پېښې ۵ مړي  او ۲ ټپيان وروړل شوي وو.

د ياد ولايت د ولايتي شورا غړی وکیل‌احمد کروخي د حکومت له مرکزي ادارې نه په نيوکې سره وايي، تر اوسه پورې د يادې پېښې څېړلو لپاره هېڅ پلټونکی پلاوی نه دی ګمارل شوی.

له پېښې ژوندي ژغورل شوي افغان کډوال تېره ورځ سلام‌وطندار ته ويلي وو چې د دوی شمېر ۵۷ ته رسېده چې له ډلې يې ۲۳ یې مړه شوي دي. د دوی په وينا، ايراني پوليسو دوی ته ګواښ وکړ چې يا به سيند ته ځان اچوي او يا يې هم دوی په ډزو ولي او وژني يې. له دې ډلې يو ژغورل شوی کس وايي، دی او ملګرو يې سيند ته له غورځېدو وړاندې يوه شپه او ورځ د ايران له سرحدي پوليسو سره په زندان کې تېر کړي دي.

د هرات د والي وياند جېلانی فرهاد له افغان کډوالو سره د ایراني پوليسو له لوري داسې چلند تاييدوي او وايي، په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.

خو په هرات کې د ايران قونسلګرۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ۵۷ افغانانو نيول او په اوبو کې ډوبول رد کړي دي او زياته کړې يې ده چې ايراني پوليس په دې پېښه کې هېڅ ښکېل نه دي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام