د اسلامي امارت لهخوا د خبریالانو او د رسنیو کارکونکو نیونه، د رسنیو د ملاتړو بنسټونو سختې نیوکې راولاړې کړې دي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه د اسلامي امارت دغه اقدام ناقانونه عمل بولي او وايي، د خبریالانو نیونه د رسنیو پر عمومي وضعیت او د رسنیو پر فعالیتونو منفي اغېزې کوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غړی جمیل وقار سلاموطندار ته وویل، اسلامي امارت د غږ ازادۍ بنسټیزهکېدو او د رسنیو فعالیتونو لپاره هېڅ ډول ژمنه نه ده څرګنده کړې.
وقار وړاندیز کړی چې هېواد کې د رسنیو وضعیت ښهوالي لپاره اسلامي امارت باید د رسنیزو سرغړونو او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیونونو فعالیت بېرته له سره پیل کړي.
بل لور ته د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون هم د دغو کمېسیونونو د بیافعالیت غوښتنه کړې ده. د دې فدراسیون غړي علي اضغر اکبرزاده سلاموطندار ته وویل، له روان وضعیت څخه د وتلو یوازینۍ لار د یادو کمېسیونونو بېرته فعالول دي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون پخوانۍ کمېشنرې زهرا موسوي هم د اسلامي امارت له لوري د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د نیونې په غبرګون کې پر خپل فېسبوکپاڼه لیکلي چې دا کړنه د ټولیزو رسنیو د قانون خلاف ده.
څه موده وړاندې د ټولیزو رسنیو قانون د اسلامي امارت له لوري د اجرا وړ اعلان شو او ژمنه وشوه چې د رسنیزو سرغړونو کمېسیون او د رسنیو او حکومت ګډ کمېسیون به هم رامنځته شي، خو تر اوسه د دې کمېسیونونو د جوړېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.
ورته مهال یوشمېر خبریالانو هم د رسنیو د کارکوونکو له نیولکېدو اندېښنه څرګنده کړې او دا کړنه یې د بیان ازادۍ او د رسنیو د فعالیت پر وړاندې ګام بللی دی.
د دوی په خبره، د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو نیونه، د دې لامل کېږي چې دوی خپل ځانونه سانسور کړي.
د رسنیزو سرغړونو کمېسیون د بیا پلي کېدو په اړه مو د اسلامي امارت د نظر اخیستو هڅه وکړه خو، د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د دې پوښتنې خلاف ځواب راکړ.
نوموړي وویل: «له رسنیو سره د اسلامي مارت اړیکې نیول شوي، له ۳۰ ځلې زیات د اسلامي امارت ویاندویانو د رسنیو له مسوولانو سره ناستې کړي او پر بېلابېلو موضوعاتو چې په راتلونکې کې رسنیزې سرغړونې او ننګونې بلل کېږي، ورسره غږېدلي دي.»
په ورته مهال د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو نیونه، د نړیوالو غبرګونونو سره هم مخ شوې ده. د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیر له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د خبریالانو نیول کېدل ودروي. د ملګرو متلونو سازمان استازولۍ یا یوناما هم د خبریالانو نیول یو خپل سری اقدام بللی دی.