د امریکا د مرستو بندېدو له امله د رسنیو اقتصادي ستونزې نورې هم ډیرې شوي او دغه وضعیت لامل شوی چې په سلګونو خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په تصویري رسنیو کې خپلې دندې له لاسه ورکړي.

۲۳ کلنه حلیمه چې په ۲۰۲۴ کال کې یې په یوه تصویري رسنۍ کې کار پیل کړ وايي، دغه برخه کې د کار کولو له لارې یې وکولای شول چې خپل خوبونه په حقیقت بدل کړي او په ترلاسه‌ کوونکي عاید سره د خپلې کورنۍ ځینې اړتیاوې هم پوره کړي.

هغه وايي، تل یې لیکلو سره مینه درلوده، او د نجونو پر مخ د پوهنتونونو له تړل‌کېدو وروسته، دې لیوالتیا هغه وهڅوله چې په رسنیو کې کار وکړي.

«کله چې پوهنتونونه وتړل شول، رسنیو کې کار کول راته هر څه وو. داسې مې انګېرل چې نویو فرصتونو سره مخ شوې یم. کله چې رسنۍ ځواب راکړ، یو بې مانا حس سره مخ شوم.»

له افغانستان سره د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته چې رسنۍ یې هم اغیزمنې کړې، د حلیمې په څېر، د رسنیو یو شمېر کارکوونکي له ‌دندې ګوښه شوي.

په اړه یې حلیمه زیاتوي:

له خبریالۍ څخه له لرې پاتې‌کېدو وروسته، حلیمه مایوسه شوې او په وینا یې احساس کوي چې هویت یې ترې اخیستل شوی.

«کله چې له کاره واېستل شوم. احساس مې وکړ چې هرڅه مې له لاسه ورکړل.»

حلیمه زیاتوي چې څو ځله یې هڅه کړې رسنیو کې د خبریالې په توګه خپلې دندې ته راستنه شي؛ خو په خبره یې، دې هڅو مثبته پایله نه‌ده ورکړې او لا هم رسنیزو فعالیتونو څخه لرې خپلې ورځې او شپې تېروي.

«هڅه مې وکړه چې رسنیو کې بیا کار پیل کړم. خو بریالۍ شوې نه یم. رسنیو مسوولان وايي، اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی ځکه مې کار نه دی پیدا کړی.»

د حلیمې په څېر، لسګونه نور خبریالان هم ورته کیسې لري چې په رسنیو کې د اقتصادي محدودیتونو د زیاتېدو له امله وزګار پاتې شوي او بې برخلیکه حالت کې پاتې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په اړه یې یو شمېر خبریالان وايي چې د رسنیو ملاتړي بنسټونه باید د خبریالانو ترمنځ د بېکارۍ د خپرېدو مخه ونیسي او د رسنیو ډګر ته د دوی د بېرته راستنېدو لپاره حل‌لارې ومومي.

کابل کې په یوه تصویري رسنۍ کې بله خبریاله نوریه چې دې وروستیو کې یې خپله دنده له لاسه ورکړې، وايي:

«د رسنیو بد اقتصادي وضعیت لامل شوی چې رسنیو کې ډېری خبریالان له معاش پرته کار وکړي، څو خپرونې چمتو کړي. مینه لري چې کار وکړي خو هغوی ته معاش نه ورکول کیږي، ان د هغوی مصرف د لارې کرایه له جیبه ورکوي، زیاتره رسنیو د مالي ستونزو په دلیل خبریالان ځواب کړي، د هغوی په رواني حال ډېر بد اغېز کوي.»

د هغې په وینا، که څه هم په رسنیو کې ډیری خبریالان د اقتصادي ستونزو له امله اغېزمن شوي؛ خو بیا هم دوی دې مسلک سره مینه لري او پرته له کوم معاش څخه کار کوي.

نوریې زیاته کړه چې دوی ان د خپل تګ‌راتګ، خوړو او انټرنیټ لګښتونه له خپلو پیسو ورکوي.

کابل کې د یوې بلې تصویري رسنۍ مدیر مسووله زهره وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې، د ځینو پروژو د ځنډېدو او د بهرنیو مرستو له بندېدو وروسته، د دوی رسنۍ اړ شوي چې خپل ځینې پروګرامونه وځنډوي او له سلو څخه ډیر کارمندان یې له دندو ګوښه کړي.

«یو د مرستو او بودیجې قطع کېدل وو چې له بهره تمدېد کېدل، هغه اوس بند دي. د رسنیو لپاره مالي ستونزې ډېرې دي، دا هغه موارد دي چې رسنۍ مجبوره شوي خپلې خپرونې محدودې کړي او کارکوونکي کم کړي، زمونږ خپله رسنۍ دوه نیمو میاشتو کې د همدغو ستونزو په دلیل یو نیم سل کارکوونکي ځواب کړل.»

یو شمېر نور خبریالان چې لا هم په کار بوخت دي وايي، د تېرو کلونو په پرتله یې معاشونه د پام وړ کم شوي.

دغو ټولو ستونزو سره سره، لا هم خبریالان د راتلونکي په اړه خوشبین دي او خپلو رسنیزو فعالیتونو ته دوام ورکوي. دوی هیله لري چې غږ به یې واورېدل شي او د اطلاع رسونې له لارې حقیقتونه بیان کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام