کډوالي هغه موضوع چې د بېلا بېلو ټولنو خلک یې د بېلابېلو موخو او د نویو مهارتونو کسب لپاره غوره کوي.
یو شمېر دغه کسان چې ورته د کار او تحصیل زمینه برابره نه ده، نامنظمه کډوالي کوي چې د دغې لارې غوره کول بیا د زیاترو لپاره له ننګونو ډکه وي او ممکن بریالی نهشي چې خپلې موخې ته ورسېږي.
خو یو شمېر داسې کسان هم شته چې په منظم او پلان شوي ډول کډوالي کوي.
هغه کسان چې قانوني کډوالي کوي، بهر هېوادونو کې کمو ستونزو سره مخ وي او د ذهنیت له پلوه ځان د کوربه هېواد لپاره چمتو کوي، خو نامنظمه کډوالۍ کې بیا پوره ستونزې او ننګونې شته.
۳۰ کلن عبدالله د غزني ولایت اوسېدونکی دی چې نږدې څلور کاله وړاندې د کابل پوهنتون محصلانو ترمنځ د تبغیض له کبله يې اسټرالیا ته منظمه کډوالي کړې.
عبدالله وايي، ډېرې سختۍ یې تېرې کړي، درانه کارونه یې کړي او شپه او ورځ یې کار کړی، داسې کارونه چې اصلآ یې فکر نه و کړی؛ خو توانېدلی چې په خپلو پښو ودرېږي او د کار له اړخه پرمختګ وکړي.
دی وايي، نږدې درې کاله وخت یې ونیوه، ترڅو هغه د کار له پلوه داسې ځای ته ورسېږي چې له کډوالي وړاندې و.
عبدالله وايي، دولت کې دننه او خلکو کې تبعیض لامل شو چې د کډوالۍ پرېکړه ونیسي.
هغه وویل، د ځوانۍ لومړیو کې یو خوشبین کس و او چا چې به د کډوالۍ په اړه خبرې کولې، ورسره به یې نه لګېده، خو څلور کاله پوهنتون یې نظر ور بدل کړ.
د عبدالله په وینا، کابل پوهنتون کې چې باید د مثبت فکر او پرمختګ ځای وي؛ خو ده په کې د توندلارۍ، افراطیت او تبعیض وده په خپلو سترګو لیدلې.
تر دې چې وروستي کال کې ان خپلې خور سره د پوهنتون دننه کې له کېناستو وېرېده، ځکه پولیسو ځوراوه او سپکاوی به ورسره کېده.
عبدالله وايي، کابل پوهنتون کې یوه پېښه لامل شوه چې ناهیلی شي او د هېواد خوشې کولو پرېکړه وکړي.
په وروستي کال کله چې عبدالله له پوهنتونه فارغېده، لیلیه کې د سني او شیعه محصلانو ترمنځ نښته وشوه.
شخړه هم د عاشورا مراسمو ترسره کولو لپاره د لیلیې جومات پر سر وه.
له دغې شخړې وروسته د عبدالله لپاره دوه موضوعات ټکان ورکوونکي وو. لومړی هغوی چې د افغانستان راتلونکې شمېرل کېږي د لیلیې د جومات له لوډسپیکره یې د ټولو شیعه او هزاره محصلانو د وژلو دستور ورکړ.
دویم، د عبدالله د ډېرو نږدې ټولګيوالو لیدنه چې په ډبرو، لرګیو او ان یو په تمانچې سره د لیلیې بام ته ختلی و او د دغه حکم د اجرا په لټه کې و.
عبدالله د دغو صحنو له لیدو وروسته، د اسټرالیا له دولته د کورنۍ ویزه اخلي او کډوال کېږي.
هغه اوس له خپل ژونده خوښ دی او هیلهمند دی چې د افغانستان وضعیت ډېر ژر ښه شي، ترڅو ټول افغان کډوال وکولی شي خپل هېواد ته ستانه شي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو وزارت ویاند او سلاکار سید عبدالباسط انصاري سلاموطندار ته وايي، د افغانستان شپږ نیم میلیونه وګړي بېلا بېلو هېوادونو کې کډوال دي چې له دې ډلې یې له ۵ سوه زرو نیولې تر ۶ سوه زرو پورې اروپايي هېوادونو کې دي.
په همدې حال کې د کډوالۍ معلوماتي مرکز همغږیکوونکی سید شیرحسین هنریار وايي، دغه اداره د نامنظمې کډوالۍ خطرونو او د منظمې کډوالۍ ګټو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکوي.
د هنریار په وینا، هغه افغانان چې غواړي د کډوالۍ په اړه معلومات ترلاسه کړي کولای شي په حضوري ډول دغې ادارې ته ورشي او یا د انټرنیټي شبکو له لارې دغه مرکز سره اړیکه کې شي.
هغه زیاته کړه چې دغه مرکز ۵زره او ۵۸۸ وړیا شمېره فعاله کړې او خلک کولای شي د معلوماتو او مشورو ترلاسه کولو لپاره د ټول افغانستان په کچه دغې شمېرې سره اړیکه ونیسي.
د اروپايي ټولنې د راپور پر بنسټ ۲۰۱۸ کال کې اروپا کې ۵۵زره افغانانو د پناه اخیستو غوښتنه کړې؛ خو ۲۰۱۹ کال کې دغه شمېر ۳۳ زرو ته را کم شوی دی.