Asset 1SWN

ا.ا: د افغانستان په اړه د م.م د بشري حقونو شورا غونډه یواړخیزه ده

arg-qeix75wf5ssq8xo7l9r49kui2ll6tg0s0bfx0zs3go

ا.ا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۵۷مې غونډې پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو، په تېره د ښځو د وضعیت په اړه د اندېښنو له څرګندولو وروسته دا غونډه او په‌کې د افغانستان په اړه وړاندې شوي راپورونه یواړخیز بولي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ا.ا د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، په یاده ناسته کې یادې شوې شوې اندېښنې د سرپرست حکومت لپاره د منلو وړ نه‌دي. هغه زیاتوي: «په دې غونډه کې د ا.ا استازی نشته او یواړخیزه ده. کوم راپورونه چې په یاده غونډه کې وړاندې شوي، موږ یې نه منوو. زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان په اړه ناستو کې باید د هېواد استازي وي، څو د یوه مسوول لوري په توګه ځواب ووايي، د دې شورا غوښتنې واوري او پر عملي کولو یې کار وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۷مه غونډه چې د دوشنبې په ورځ جینوا کې جوړه شوې وه او په‌کې د افغانستان ترڅنګ، په یوشمېر هېوادونو کې د بشري حقونو پر وضعیت خبرې شوې دي.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنري د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې، د بریټانیا او المان استازیو، د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورورکوونکي، د اندونیزیا استازي او د یوشمېر نورو هېوادونو استازیو ګډون کړی و.

د دې غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو یې غوښتي چې ا.ا دې په دې اړه ځواب ویلو ته اړ اېستل شي.

د نړیوالو چارو کارپوهان د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له لوري جوړې شوې غونډې نمایشي بولي او وايي، ملګري ملتونه باید د ورته غونډو د مثبتو پایلو لپاره له ا.ا سره ګډه همکاري ولري.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د نړیوالو اړیکو کارپوه عنایت‌الله همام په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي: «اوس دې شورا خپل باور له لاسه ورکړی او نیوکه یې دومره اغېز نه‌لري. موږ ګورو، ایا په غزه کې بشري حقونه او د ښځو حقونه په پام کې نیول کېږي؟ دا خبرې او اندېښنې د ښځو وضعیت نه‌شي بدلولی او نه هم د عملي کېدو وړ دي. په نیوکو ستونزه نه حل کېږي، باید له سرپرست حکومت سره همغږي واوسي او د ښځو د وضعیت ښه‌والي لپاره کار وکړي.»

د یادونې ده چې ا.ا تر دې وړاندې د زده‌کړو، بشري حقونو او د ښځو وضعیت په اړه د لوېدیځو هېوادونو نیوکې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام