په جوزجان کې یوې امنیتي سرچینې سلاموطندار ته ویلي چې د دغه ولایت د مرکز شبرغان ښار د دویمې امنیتي حوزې د اکمال آمر تمیم چې په عبدالواحد فیضي پېژندل کېږي، په یوه ټرافیکي پېښه کې مړ شوی دی.
د سرچینې په وینا، په دې پېښه کې د تمیم ورور هم ټپي شوی دی. سرچینه زیاتوي چې پېښه پرون د یوه موټر او موټرسایکل د ټکر له امله شوې ده.
د جوزجان محلي مسوولانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نهدي ویلي.