روزګان کې یوې سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې په دغه ولایت کې د مخکیني حکومت یو نظامي وژل شوی دی.

په ورته مهال د روزګان محلي مسوولان بیا وايي، یاد کس فیض‌الله نومېږي او له یوه بل کس سره تر لفظي شخړې وروسته د نوموړي له‌‌خوا وژل شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د روزګان د والي ویاند احسان‌الله حماس سلام‌وطندار ته ویلي، فیض‌الله د «ناني» نومي کس له لوري وژل شوی چې دا مهال د امنیتي ځواکونو په بند کې دی.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په یو‌شمېر نور سیمو کې د کورني تاوتریخوالي او شخړو له کبله ځینې کسان وژل او ټپیان شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام