سلام‌وطندار د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د ځوانانو ژوند کې د حرفې زده‌کړې، د اغېزو ارزونې په موخه له ۳۴ ځوانانو سره مرکې کړې چې پایلې یې ښيي، هغه ځوانان چې د لوړو زده‌کړو ترڅنګ یې، حرفه هم زده‌کړې، بریالي او پايښت‌لرونکی اقتصاد لري.

د یادو ۳۴ ځوانانو له ډلې، ۱۷ یې، د لوړو زده‌کړو ترڅنګ، حرفه هم زده‌کړې او له دې لارې د خپل ژوند اړتیاوې برابروي. ۱۷ ځوانانو چې یوازې لوړې زده‌کړې کړي، خپلې تحصیلي څانګه کې د کاري فرصتونو نشتون له امله او دا چې له حرفې سره بلدتیا نه‌لري، له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د فاریاب اوسېدونکې بنفشه چې د قابلګي او حقوق او سیاسي علومو کې لېسانس لري، وايي چې دې دوو برخو کې د کاري فرصتونو نشتون او حرفې سره د نه‌بلدتیا له کبله، میاشتې کېږي چې وزګاره ده. «اوس وزګاره یم او بل کار سره هم بلده نه‌یم؛ که یوې حرفې سره بلده وای چې د کورنۍ اقتصاد کې یې، راسره مرسته کولای شوای، ډېر به ښه و؛ خو له بده‌مرغه چې هېڅ حرفې سره بلده نه‌یم.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

محمدیونس چې تراوسه کومه حرفه نه‌‌ده زد‌ه‌کړې، وايي، دا چې د زده‌کړو ترڅنګ یې، کسب او حرفه نه‌ده زده‌کړې، پښېمانه دی. «کاش چې د تحصیل ترڅنګ مې حرفه هم زده‌کړې وای، لکه د موټرو ترمیم، خیاطي او نور کسبونه چې نن مې د هغې له لارې کولای شوای چې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړم.»

محمدپوپل د یوه مخابراتي شرکت کارکوونکی دی. دی وايي چې د تحصیلي څانګې ترڅنګ غواړي یو کسب هم زده‌کړي. «کسب مې نه‌دی زده‌؛ ځکه پر زده‌کړو بوخت وم، کله چې نظام بدل شو، یو کال وزګاره وم او هېڅ څه مې له لاسه نه‌وه پوره او اوس هم اندېښمن یم.»

احمدنصیر د یوه دولتي بنسټ کارکوونکی دی او سلام‌وطندار ته وايي: «لېسانس یم او یوې برخه کې کار کوم؛ د لوړو زده‌کړو ترڅنګ مې کسب نه‌دی زده‌کړی او دا موضوع راته د اندېښنې وړ ده؛ ځکه که دنده مې له لاسه ورکړه، د عاید بلنه سرچینه نه‌لرم.»

په دې راپور کې ۱۷ نور کسان چې د لوړو زده‌کړو ترڅنګ یې، کسب هم زده‌کړی، وايي، تحصیلي څانګه کې د کاري زمینې نشتون له امله، د خپلې کورنۍ اړتیاوې د کسب له لارې برابروي.

د بامیان اوسېدونکی محمدجواد چې د فلسفې برخه کې لېسانس لري، وايي، د زده‌کړو پرمهال یې، خیاطي هم زده‌کړې او اوس دې برخه کې بوخت دی. «د زده‌کړو ترڅنګ مې خیاطي هم کوله؛ ځکه د کورنۍ اقتصاد مې کمزوری و، د خیاطي له لارې مې د لوړو زده‌کړو او ژوند اړتیاوې برابرولې.»

د جوزجان اوسېدونکې نفس چې د قابلګي برخه کې زده‌کړې کړي، وايي، دې برخه کې د کاري زمینې نه‌شتون له کبله، د لاسي صنایعو برخه کې د کار پرمټ د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ کوي. «یخن، څادر او نور لاسي صنایع ګنډوو؛ دا مې له مور زده‌کړی؛ قابلګي برخه کې د کار نشتون له امله مې دې کار ته مخه کړه.»

د دې مرکو پایلې ښيي، هغه ځوانان چې د زده‌کړو ترڅنګ یې، کسب هم زده‌ دی، د هغو ځوانانو په پرتله ژوند ته هیله‌مند دي چې یوازې یې، زده‌کړې کړي دي.

محمدرحیم یوه ښوونځي کې ښوونکی دی. هغه وايي: «له ښوونځي چې رخصتېږم، د خیاطي دوکان ته ځم؛ له دواړو برخو ښه عاید لرم؛ که د ښوونځي دنده پرېږدم، د خیاطي له لارې مې اړتیاوې برابروم.»

احمدسمیر وویل: «په یوې رسنۍ کې کار کوم او مسټري هم یم؛ له نېکه‌مرغه ښه ژوند لرم؛ کله چې وزګاره یم، دوکان ته ځم.»

دې راپور کې له یوشمېر هغو ځوانانو سره هم مرکې شوي چې پر زده‌کړو بوختې دي. د یادو ځوانانو له ډلې ۱۱ یې، وايي چې غواړي یو کسب هم زده‌کړي.

سلما سلیم چې د کیمیا برخې د دویم کال زده‌کړیاله ده، وايي: «د لوړو زده‌کړو ترڅنګ، خیاطي هم کوم، پنځه کاله کېږي چې خیاطي کوم؛ خیاطي برخه کې کار کول مې پر ژوند مثبت اغېز کړی او د ژوند اړتیاوې مې پرې پوره کېږي.»

فریده کریمي هم وویل: «د پوهنتون دویم کال مې وه چې وتړل شو؛ خیاطي مې هم کوله او اوس خیاطي کوم او د خیاطي له لارې ښه عاید هم لرم؛ لوستي یا نالوستي کس ته کسب ښه دی.»

صنم د حقوق پوهنځي درېیم کال زده‌کړیاله ده. هغې د پوهنتون له تړل‌کېدو وروسته د کسب زده‌کولو ته مخه کړې. «اوس چې وزګاره یم، کوښښ کوم چې یو کسب زده‌کړم، څو د کورنۍ بار ونه‌اوسم؛ د کسب زده‌کول، د ټولو یوه اړتیا ده، په ځانګړې توګه داسې یو وخت کې چې تحصیلي برخه کې کار نه‌وي.»

د اقتصادي چارو کارپوه شاکر یعقوبي وايي: «هرې ټولنه کې د کسب زده‌کړول د اقتصادي ودې اساس دی؛ کله چې یو څوک علمي تخصص او مهارت ولري، کولای شي، هره اقتصادي برخه کې فعالیت وکړي او تولید وکړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ټولن‌پوه راشد صدیقي وویل: «یوه ټولنه له اقتصادي اړخه بېلابېلو برخو ته اړتیا لري، له علمي او مهارتونو له اړخه هم او یا هغه کسب چې د هېواد اقتصاد کې ستره ونډه لري؛ هره ټولنه چې وکولای شي، دې دوو برخو کې وده وکړي، هغه ټولنه رفاه ته رسېږي.»

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولانو نظر هم له ځان سره ولرو، خو بریالي نه‌شو. افغانستان کې ډېری ځوانان له پوهنتون تر فراغت وروسته د وزګارتیا له امله یا نورو برخو کې کارونو ته مخه کوي او یا هم د کډوالۍ لاره نیسي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام