Asset 1SWN

غور کې یو قاضي د بډو اخیستو پر سر بندي شو

Ghor-111-pmmgnnr7rqsmpt17kx2863ovzn2f7rmjxzwrq986fc

د غور مسوولان وايي چې د دغه ولایت د استیناف محکمې د مدني دېوان رییس محمداکبر حکمت د یونیم لک افغانیو بډو اخیستو له کبله پر دوه‌نیم کاله بند محکوم شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس سلام‌وطندار ته ویلي چې د استیناف محکمې د مدني دېوان د رییس دوسیه نن (د وري اتمه، سه‌شنبه) وروستۍ شوې او نوموړی بندي شوی دی.

د حماس په وینا، د اسلامي امارت استخباراتو شاوخوا یوه میاشت مخکې دغه قاضي نیولی و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت لوړپوړي چارواکي تل ټینګار کوي چې د دوی په راتګ سره د فساد کچه صفر ته رسېدلې ده.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام