یو افغان ماشوم چې د کابل په هوايي ډګر کې د تخلیې د عملیاتو په ترڅ کې یوه امریکایي سرتیري ته سپارل شوی و جې وروسته ورک شو، پرون په کابل کې خپلو خپلوانو ته ورسپارل شوی دی.

رویټرز خبري اژانس وایي، دغه ماشوم چې سهیل احمدي نومېږي او دوه میاشتنی و، د اګست په ۱۹ نېټه پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، د تخلیې پرمهال د کابل په هوایي ډګر کې ورک شو ی و.

د دغه ماشوم پلار میرزا علي‌احمدي چې په کابل کې د امریکا سفارت د ګارد په توګه دنده ترسره کوله او مېرمن یې ثریا له دې وېرې چې د تخلیې پر مهال ماشوم ته یې زیان ونه رسېږي، هغه یې یوه امریکايي سرتیري ته وسپاره، څو هوایي ډګر ته په ننوتو سره بېرته خپل ماشوم ترلاسه کړي، خو د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د هوایي ډګر په دروازه کې د ګڼې‌ګوڼې د مخنیوي په خاطر ونه‌توانېده چې ژر هوایي ډګر ته داخل شي. د دې امله چې دغه کورنۍ په ځنډ سره میدان ته ننوتله او ونه‌توانېدل چې خپل ماشوم پیدا کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

احمدي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې خپل زوی یې ولټاوه، خو چارواکو ورته وویل چې ښايي زوی یې له افغانستان څخه بهر انتقال شوی وي او وروسته به خپلې کورنۍ سره یو ځای شي. هغه له خپلې کورنۍ سره په الوتکه کې لومړی قطر، بیا المان او له هغه ځایه په تکزاس کې د امریکا یوې پوځي اډې ته وړل شوی و.

رویټرز د تېر کال په نومبر میاشت کې د سهیل د ورکېدو په اړه د هغه د یو انځور سره یوځای راپور خپور کړ. دغه ماشوم د حامد صافي په نوم د یوه ټکسي چلوونکي له خوا د کابل په هوايي ډګر کې موندل شوی او نوموړی هغه ماشوم خپل کور ته وړی دی.

صافي ویلي چې سهيل په ځمکه پروت و او ژړل يې. هغه زياته کړې، له ډېرو هڅو وروسته وتوانېده چې د سهيل کورنۍ پیدا کړي، وروسته یې پرېکړه کړې چې ماشوم د هغه کورنۍ ته یوسي. صافي درې لوڼې لري او وايي مور يې له خپل وفات مخکې هیله درلوده چې یو زوی هم ولري.

خو د رویټرز له خوا د سهیل د ورکېدو په اړه د خپور شوي راپور وروسته، د صافي ګاونډیانو د هغې هغه انځور وپیژندل چې هغه په فیسبوک کې له خپلو نورو ماشومانو سره یوځای پورته کړی و. احمدي له خپل خسر “د خپلې مېرمنې پلار ” او نورو خپلوانو څخه چې به بدخشان کې ژوند کوي غوښتي چې سهیل له صافي څخه تسلیم شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دواړو خواوو تر منځ له اوو اوونیو خبرو اترو او د اسلامي امارت د مسوولانو په منځګړیتوب، حمید صافي دغه ماشوم  د پنځو میاشتو حضانت  په خاطر د سل‌زره افغانیو په بدل کې خپل نیکه او نورو خپلوانو ته یي وسپارل.

احمدي او کورنۍ یې د تېر کال د ډسمبر په لومړیو کې د امریکا په ټکزاس ایالت کې له پوځي اډې وتلي او اوس په مشیګن ایالت کې ژوند کوي او هیله لري چې ماشوم یې ژر تر ژره متحده ایالااتو ته ولېږدول شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام