Asset 1SWN

سلام وطندار

هند کې توپان؛ ۸۹ کسان وژل شوي

1250750061

د هند د اوتراپرادیش یالت په بېلابېلو سیمو کې له سخت توپان، درنو بارانونو، ږلۍ او تالندې وروسته نږدې ۹۰ کسان وژل شوي دي.

راپورونه وایي، دغه ناڅاپي سخت توپان د چهارشنبې پر ورځ د ایالت په پنځو ولسوالیو کې شوی چې له امله یې ګڼې ونې او لوی سوداګریز بېلبوردونه پر موټرو لوېدلې دي.

توپان همداراز په ګڼو سیمو کې د مخابراتي شبکو د پرې‌کېدو لامل شوی چې د ژغورنې او مرستندویه چارو بهیر یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

د ایالتي ادارې یوه چارواکي ویلي، شاوخوا نهه اتیا کسان د توپان، برښنا لوېدو او باران پورې تړلو پېښو کې وژل شوي دي. د هغه په وینا، ډېری کسان د ونو پرېوتو او د کورونو د دېوالونو نړېدو له امله وژل شوي دي.

د بهادوی ولسوالي چې تر ټولو ډېره ځپل شوې سیمه بلل کېږي، لږترلږه شپاړس کسان په جلاجلا پېښو کې وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي چې د دوو کسانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

همداراز په فتح‌پور ولسوالي کې نهه کسان وژل شوي او شپاړس نور ټپیان دي. ځايي چارواکو ویلي، د وژل شویو له ډلې پنځه ښځې هم شاملې دي او یوه مېرمن هغه مهال وژل شوې چې د کور دېوال پرې نړېدلی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام