Asset 1SWN

هند کې د اورښت له امله ۱۴ کسان مړه او ۱۶ ټپیان دي

PTI07_12_2022_000122A

هند کې چارواکي وايي چې د یاد هېواد په لوېدیځ ګجرات ایالت کې د باران ورېدو له امله ۱۴ کسان مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

له تېرو دوو ورځو راهیسې دغه ایالت کې د روان باران له امله خلکو ته ګڼ‌ مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د هند د هواپېژندنې ادارې په وینا، د ایالت په ډېری برخو کې غیرموسمي باران د پاکستان او هند د راجستان ایالت ورڅېرمه سیمو کې د یوه توپاني څپې له امله رامنځته شوی دی.

یادې ادارې د روانې اوونۍ تر پنج‌شنبې ورځې په دغه ایالت کې د سختو اورښتونو، تندو بادونو او تالندې وړاندوینه کړې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته مهال د باران له امله ګجرات کې د کرنیزو فصلونو د له‌منځه تلو خبرونه هم ورکړل شوي دي. دغه ایالت د پنبې، وریجو او زیرې لوی تولیدونکی دی.

بل‌خوا تېره میاشت، په ختیځ او مرکزي هند او د نیپال په ځینو برخو کې  بې‌ موسمه اورښتونو له امله څه باندې ۱۰۰ کسان مړه شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام