د فلسطین د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په نابلس ښار کې دغه ماشوم یوه ورځ وروسته تر هغې نړۍ ته سترګې وغړولې چې پلار یې د اسراییلي ځواکونو له لوري په برید کې ووژل شو.
د راپورونو له مخې، ۲۶کلن نایف سمارو هغه مهال د اسراییلي ځواکونو لهخوا په سر وویشتل شو چې ښار کې پر عملیاتو بوخت وو.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پېښې پرمهال د هغه مېرمن د زیږون لپاره روغتون ته وړل کېده.
د وژل شوي کس د کورنۍ غړو الجزیرې ته ویلي: «باید پلار یې وای چې خپل زوی یې لیدلی وای، خو مرګ تر هر څه مخکې راغی.»
دا پېښه د سیمې د دوامدارو نښتو او تاوتریخوالي یوه بله بېلګه بلل کېږي چې ملکي وګړي یې سخت اغېزمن کړي دي.