د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د سوداګریز تواصل کنفرانس شپږمې ناستې پرمهال چې په کابل کې جوړ شوی و، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د ۵۱۴ مېلیون او ۸ سوه زره ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په دې ناسته کې ویلي چې افغانستان او اوزبیکستان سوداګریزې اړیکې د هرې ورځې په تیریدو سره د پراخیدو په حال کې دي او له همدې لارې افغانستان خپلې اړتیاوې په ښه توګه پوره کولی شي.

عزیزي د اوزبیکستان سوداګرو ته بلنه ورکړه چې په کرنیزو، انرژۍ او طبي درملو د تولید برخو کې پانګونه وکړي.

هغه وویل: «موږ د اوزبیکستان پانګه‌والو ته بلنه ورکوو، څو په بېلابېلو برخو کې، په ځانګړې توګه د کرنې، د کرنیزو محصولاتو د پروسس صنعت، د انرژۍ د تولید او لېږد، تولیدي او بدلوونکي صنايعو او د روغتیا او درملو په سکتور کې پانګونه وکړي. سربېره پر دې، افغانستان د تازه او وچو مېوو، پنبې، ډبرو سکرو، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د صادراتو په برخه کې د پام وړ ظرفیتونه لري چې کولی شي د اوزبیکستان په جمهوریت کې مناسب بازار ومومي.»

په ورته وخت کې د اوزبیکستان د نمنګان ولایت والي شوکت عبدالرازقوف چې د یاد هېواد د پلاوي مشري کوي په خپلو خبرو کې له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې.

نوموړي ویلي، په نمنګان ولایت کې ۵۰۰ قلمه درملو د تولید فابریکې فعالې دي او پانګوال یې چمتو دي چې په افغانستان کې د درملو د تولید کارخونې جوړې او خپلې تجربې درسره شریکې کړي.

شوکت د خپلو خبرو په جریان کې د نورو کرنیزو تخنیکي وسایلو، برقي تجهیزاتو او ساختماني توکو د همکاریو له زیاتیدو یادونه وکړه او ډاډ یې ورکړی چې د افغاني محصولاتو او تولیداتو په معیاري بسته بندۍ کې به هم مرسته کوي.

هغه وویل: «زموږ په ولایت کې د عصري سړوخونو او لوژستیکي ګدامونو جوړول په اجنډا کې شامل دي او موږ چمتو یو چې په دې برخه کې خپلې تجربې له افغان وروڼو سره شریکې کړو. په دې برخه کې موږ ښه تدبیرونه هم لرو. په درېیم ګام کې، نن ورځ نمنګان د اوزبیکستان له مهمو درمل جوړونې مرکزونو څخه یو دی. په دې ولایت کې د لویو شرکتونو له‌خوا له ۵۰۰ څخه زیات ډوله بېلابېل درمل، انفیوژن محلولونه او طبي توکي تولیدېږي چې ټول له نړیوالو معیارونو سره سمون لري. موږ چمتو یو چې د افغانستان روغتیايي سیستم د لوړ کیفیت او مناسب قیمت لرونکو درملو په وسیله تأمین کړو. همدارنګه، د محترم وزیر سره په لیدنه کې مې دا موضوع هم مطرح کړه چې زموږ سوداګر چمتو دي په افغانستان کې هم د دې محصولاتو د تولید زمینه برابره کړي. په دې لړ کې مې ټینګار وکړ چې د درملو د تأمین ترڅنګ، موږ په افغانستان کې د درملو د تولید د رامنځته کولو په برخه کې هم همکارۍ ته چمتو یو.»

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان هم له اوزبیکستان سره د سوداګریزو اړیکو پراخیدل ګټور ګڼي. د دې خونې د رهبرۍ پلاوي غړي خان‌جان الکوزي سلام‌وطندار ته وویل، د افغانستان بازارونو کې د اړتیا وړ ډېری توکي له اوزبیکستان څخه ترلاسه کوي او د دې ترڅنګ افغانستان هم د خپلو صادارتو لپاره اوزبیکستان کې وړ مارکېټ پیدا کولای شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړې په دې اړه زیاته کړه: «دا څوم ځل دی چې زمونږ او د دوي ترمنځ مشترکې ناستې کیږي او په هغو ناستو کې هوکړې او قراردادونه کیږي. د دوي د مختلفو صنفونو تجاران د بېلا بېلو ولایتونو راځي. بېګانۍ ناسته کې هم اضافه د ۵ سوه مېلیون ډالرو هوکړې او تفاهمنامې لاسلیک شوې. خصوصا د ساختماني موادو، وچې او تازه مېوې د صاداراتو په تړاو، د تېلو او غوړیو او همدارنګه د چرګوړو د فابریکو د رانیولو په ارتباط باندې چې مونږ پخوا اکثره له پاکستان نه راوړل، اوس به یې له ازوبیکستان نه راوړو. دا د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده.»

له بل‌خوا اقتصادي کارپوهان له اوزبیکستان سره د تجارتي هوکړو لاسلیک او د سوداګریزو اړیکو پراختیا د افغانستان د راتلونکي صنعتي پرمختګ او اقتصادي ځان بسیاینې لپاره مهم یادوي.

د اقتصادي چارو شنونکی نازک میر زیارمل وايي: «دغه قراردادونه کولای شي چې د افغانستان پر راتلونکي اقتصاد او سوداګرۍ مثبته اغېزه ولري. دا به په افغانستان کې هم تولید او هم صنعت ورسره رشد وکړي. په مجموع کې ویلی شو چې دغسې کنفرانسونه کولای شي چې  د افغانستان د اینده د اقتصاد د پرمختګ لپاره نورې لارې هم پرانیزي.»

باید وویل شي چې د نورو هیوادونو په پرتله اوزبیکستان له افغانستان سره ډېرې نږدې اقتصادي اړیکې لري او په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې یې په بېلابېلو برخو کې ګڼ‌شمېر د همکارۍ تړونونه هم لاسلیک کړي دي.

د رسمي شمېرو له مخې، د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه په ۲۰۲۵ کال کې ۱.۶ مېلیارد ډالرو ته رسېدلې وه چې د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۴۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام