د مخابراتو شبکو نشتوالی؛ د بدخشان د درواز اوسېدونکي تاجیکستاني سیم‌کارټونه کاروي

د بدخشان د درواز اړوند د پنځه‌ګونو ولسوالیو اوسېدونکي د مخابراتي خدمتونو له سخت کمښت سره مخ دي. د سیمې اوسېدونکي وايي چې د کورنیو مخابراتي شبکو د نشتوالي له امله اړ دي چې د اړیکو ټینګولو لپاره د ګاونډي تاجیکستان له مخابراتي شبکو څخه کار واخلي.

د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د نږدې ۵۱۵میلیونه ډالرو هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي

د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د سوداګریز تواصل کنفرانس شپږمې ناستې پرمهال چې په کابل کې جوړ شوی و، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د ۵۱۴ مېلیون او ۸ سوه زره ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوې دي.

خوست کې څلور غله نیول شوي

د خوست امنیه قومنداني مسوولان وايي، هغه څلور وسلوال غله یې نیولي چې د نظامي کسانو په نوم به د خلکو کورونو ته ورننوتل او غلاوې به یې کولې.

د یادې قومنداني ویاند طاهر احرار ویلي، دا کسان نن یکشنبه، وري نهمه، د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې د منسوبینو له‌خوا نیول شوي دي.

نړۍ کې ۲۷۳ میلیونه ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي

ملګروملتونو اعلان کړی چې په نړۍ کې د هغو ماشومانو او تنکیو ځوانانو شمېر چې له ښوونځیو پاتې دي، زیات شوی او ۲۷۳ میلیونو ته رسېدلی دی.

ملګروملتونو نن یکشنبه، (د مارچ ۲۹مه) په خپل راپور کې ویلي چې د زده‌کړو څخه د ماشومانو محرومیت د اووم پرله‌پسې کال لپاره زیات شوی دی.

ایران له هرمز تنګي پاکستاني بېړیو ته د تګ‌ اجازه ورکړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار تایید کړې چې ایران د پاکستان تر بیرغ لاندې ۲۰ نورو بېړیو ته اجازه ورکړې چې د هرمز له تنګي تېرې شي.

اسحاق دار دا پرېکړه «رغنده ګام» بللی او ویلي یې دي چې دا اقدام د سولې لپاره هیلې زیاتوي او د سیمې د ثبات په ټینګښت کې مرسته کوي.

حزب‌الله پر اسراییلو راکېټي بریدونه کړي

د لبنان حزب‌الله ډله وايي چې د اسراییلو په شمال کې یې پر ګڼو سیمو راکټي او ډرون بریدونه کړي دي.

د راپورونو له مخې، نن یکشنبه، مارچ ۲۹مه، سهار مهال د اسراییلو په شمالي سیمو کې د لبنان حزب‌الله له لوري د توغندیو د احتمالي بریدونو له امله د خطر زنګونه (سیرینونه) هم غږول شوي دي.

لبنان کې د اسراییلو یو سرتېری وژل شوی

د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې د لبنان سوېل کې د جګړې پرمهال یې یو سرتېری وژل شوی دی.

پوځ ویلي چې وژل شوی سرتېری موسى یتسحاق هاکوهین کاتز نومېده او د لبنان په سوېل کې د جګړې پرمهال وژل شوی دی.

افغانستان او اوزبیکستان د ۵۱۴میلیونه ډالرو هوکړه‌‌لیکونه لاسلیک کړل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د افغانستان او اوزبیکستان د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ۵۱۴ میلیونه او ۸۰۰زره ډالرو په ارزښت څو هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

یاد وزارت نن (یک‌شنبه، د وري ۹مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه هوکړه‌‌لیکونه د دواړو هېوادونو د سوداګریزو ناستو پرمهال د خصوصي سکتورونو ترمنځ لاسلیک شوي دي.