پروان کې یوشمېر کروندګر وايي چې د ژمي سخته سړه هوا او د معیاري ګلخونو کمښت، د تولید لوړ لګښت او د منظم بازار نشتوالي، د ژمي د سبزۍ کرلو چارې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د یاد ولایت د بګرام ولسوالي کروندګر او د سبزۍخونې لرونکی، وایي چې د ژمني سبزیجاتو تولید تر ډېره په محدود او دودیز ډول کېږي. د محافظتي امکاناتو نشتوالی د دوی لپاره درنې ستونزې رامنځته کړي.
ډېری ځمکې د خلاصې فضا لاندې دي او سختې سړې، پرلهپسې یخنۍ او د تودوخیزو سیسټمونو نشتوالی د محصولاتو په اندازه او کیفیت منفي اغېز کوي.
د بګرام ولسوالي د سبزیو کروونکی میرحسن، وایي: «نعناع، کرم، کاهو، ګشنیز او روميبانجان زیاتره په سبزخونه «شنهخونه» کې کرل کېږي. موږ خپله سبزخانه د پلاستیک په واسطه پوښوو، څو د یخېدو مخه ونیسو، خو دا یوازې زموږ د کورنۍ اړتیا پوره کوي؛ د بازار لپاره نه پاتې کېږي. که مرستندویه بنسټونه مرسته وکړي، لویې شنېخونې جوړېږي تر څو محصولات بازار ته وړاندې شي.»
د سبزيخانې څښتن حاجي قاهر رباطي وایي: «زه په ژمي کې مخکې له مخکې گندنه، نعناع او ګشنیز کرم. د ګاز یا بخاري او پلاستیک په کارولو سره سبزخونه ګرمه ساتو. د حیواني او عضوي سرې کارول د سبزیجاتو وده ښه کوي او ځمکه هم ګرمه ساتي. خو د قارچي ناروغیو لکه شکرک خپرېدل د سبزیجاتو د ودې لویه ستونزه ده. مسؤلین باید په تخنیکي او فني مشورو، د ترویج مامورینو روزنې او د ناروغیو کنترول کې مرسته وکړي، اصلاح شوي تخمونه برابر کړي او د هایبرید تخمونو واردات محدود کړي.»
کروندګر زیاتوي چې د ژمي سړې هوا، اوږدمهاله یخنۍ، د سبزخونو «شنوخونو» لوړ لګښت، د پلاستیک او تودوخیزو سیسټمونو کمبود، د افاتو او قارچي ناروغیو زیاتوالی، د پانګې کمښت او د کرنې پورونو محدود لاسرسی، د منظم بازار نشتوالی او د قیمتونو بې ثباتي د ژمني سبزیجاتو اصلي ستونزې دي.
په ورته وخت کې د کرنې کارپوهان باور لري چې د ژمني سبزیجاتو پرمختګ پرته له هدفمند او دوامداره مرستې ممکن نهدي. د بڼوالۍ او هارتیکلچر کارپوه، ډاکټر احمد زبیر قاضيزاده، وایي: «که موږ غواړو په ژمي کې سبزیجات کښت کړو، سبزخانه باید تودوخه ولري. لکه کرم، کاهو او ګلپی، موږ کولی شو له بېلابېلو طریقو استفاده وکړو؛ د سرې مدیریت، د اوبو مدیریت، د ژمي په وړاندې مقاومت لرونکي نسلونه، او د تودوخې، رطوبت او رڼا تنظیم. په دې حالت کې د اوبو ورکولو ځلې کمېږي او کیفیت ښه کېږي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په پروان کې د سبزیجاتو تولید ښهکیفیت لري، خو عرضه یې بېثباته او قیمتونه یې لوړ دي. عرب شاه سلیم، د سبزیجاتو یو پلورونکی، وایي: «شنې خونې جوړې شي، زرغونځایونه جوړ شي، حکومت ملاتړ وکړي… مثلا بامیه؛ په تودوخه کې زموږ تولیدات د لس منه لپاره ۴۰–۵۰ افغانۍ وي، خو د ژمي په فصل کې د یو کیلو بامیه قیمت د یو کیلو چرګ غوښې سره مساوي کېږي..»
په ورته وخت کې د پروان د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې په وروستیو کلونو کې یې د اصلاح شویو تخمونو وېش، لنډمهاله روزنې، د ننداروي فارمونو جوړول او د تخنیکي مشورو پروګرامونه عملي کړي دي.
د یاد ریاست د کرنې چارو امر، مولوي نیازمحمد تایب، وایي: «د پروان د سبزیجاتو ټولیز تولید نږدې یو لک او اوه دېرش زره او ۴۶.۵ متریک ټنه ته رسېږي. د کروندګرو د معیارې طریقو سره د اشنایۍ کچه ۷۰٪ ارزول شوې، او شاوخوا ۵۰٪ سبزیجات لکه کاهو، کرم او نور سبزیجات د ولایتي بازارونو ته صادریږي.»
په پروان کې کارپوهان او کروندګر په دې ټینګار کوي چې د معیارې سبزخونو پراختیا، د دولت او همکارو بنسټونو مالي ملاتړ، د عملي روزنو زیاتوالی، د کرنیزو موادو د مناسب قیمتونو برابرول، د سړوخونو جوړول، د بستهبندي مرکزونه او منظم بازارونه کولای شي د ژمني سبزیجاتو تولید په ولایت کې پیاوړی کړي.
دغه اقدامات نه یوازې د کروندګرو اقتصادي وضعیت ښه کوي، بلکې د کاري فرصتونو رامنځته کولو لامل کېږي او د بازار تکیه په وارداتي محصولاتو راکموي.


