په داسې حال کې چې د روان لمریز کال لپاره په افغانستان کې د مالي سرچینو د کمښت او د بشري اړتیاوو د زیاتېدو په اړه پرلهپسې خبرداري ورکړل شوي، یوشمېر هېوادونو، بنسټونو او بېلابېلو سازمانونو په تېره یوه میاشت کې، په ټولیز ډول له ۴۳میلیونه ډالرو ډېرې مرستې د افغانستان له مرستندویو بنسټونو سره کړې دي.
د خپرو شویو خبرپاڼو له مخې، بریتانیا، جاپان، ناروې، ایټالیا، سویډن، لوکزامبورګ، اروپايي ټولنې او د بېلګېټس بنسټ د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو، په ځانګړي ډول د مېندو او ماشومانو د ملاتړ، بدیلو معیشتونو، د ښځو اقتصادي پیاوړتیا او همدارنګه بېرته راستنو شویو کډوالو او د اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښو لکه زلزلو له امله زیانمنو شویو کسانو ته د اساسي خدمتونو د برابرولو په موخه افغانستان سره مرستې کړې دي.
یادې مرستې تر ډېره د ملګروملتونو اړوندو بنسټونو او د افغانستان اماني صندوق ته سپارل شوې دي.
په تازهګۍ سره لوکزامبورګ او ترکیې هم نن د افغانستان لپاره ځانګړي اماني صندوق ته دوه میلیونه او ۶ سوه زره ډالر مرسته کړې ده.
خو له دې سره، یوشمېر زیانمن شوي او اړمن کسان وایي، که څه هم د مرستندویو بنسټونو له لوري برابرې شوې مرستې په لنډمهال کې د دوی د اړتیاوو یوه برخه پوره کړې، خو ټینګار کوي چې په اوږدمهال کې بنسټیزو اقدامونو او دوامدارو همکاریو ته اړتیا ده.
د بدخشان اوسېدونکی عبدالکریم وايي: «په ځانګړې توګه د ژمي په سړو میاشتو کې، کله چې قیمتونه ډېر لوړ وي، له ادارو څخه ترلاسه شوي مرستې، لکه لوبیا او غوړي، لږ دي او زموږ د یوې هفتې اړتیاوې نه پوره کوي. زموږ غوښتنه دا ده چې یا نغدي مرستې یا کاري فرصتونه برابر شي.»
په ورته مهال د میدانوردګ اوسېدونکی امرالله بیا وویل: «زه د خپلې کورنۍ نفقهبرابرونکې یم، مرستې چې کېږي یوه اندازه اړتیاوې برابروي، خو اړتیا ده چې کاري فرصتونه راته برابر شي، څو عاید ولرو.»
تېره اوونۍ په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ اعلان وکړ چې دغه ټولنې د افغان ښځینه متشبثینو د پیاوړتیا لپاره لس میلیونه یورو مرسته کړې ده. د دې مرستو ترلاسه کوونکي، یادې مرستې اغېزمنې بولي او د دوام غوښتنه یې کوي.
د هرات اوسېدونکې فرشته حفیظي تازه د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لارې د خپل کاري مرکز د بیافعالولو لپاره مرسته ترلاسه کړې، وایي: «د فابریکې د برښنا په تأمین کې یې راسره مرسته وکړه. د هغوی مرستې ډېرې اغېزمنې وې. مخکې څو اوونۍ موږ د برښنا له کبله رخصت وو، خو درې کاله کېږي چې هیڅ رخصتي نه ده شوې. موږ په نورو برخو کې هم نمایندګي لرو چې زه هلته هم کار کوم. برښنا تأمین شوه او زموږ کار ډېر شوی دی.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي چې په روان میلادي کال کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري او د هغوی د لاسنیوي لپاره ۱.۷۲ میلیارد ډالرو بودیجې ته اړتیا ده.
اقتصادي شنونکي وایي، افغانستان ته د بهرنیو مرستو اغېزمنتیا د دغو مرستو له سم مدیریت او د مرستندویو بنسټونو، مرسته کوونکو هېوادونو او اسلامي امارت ترمنځ همغږۍ سره تړاو لري.
اقتصادي شنونکی امیدالله قاسمزی وایي: «انسان دوستانه مرستې په لنډمهال کې د سختې بېوزلۍ د شدت مخنیوی کولی شي او د محدود شمېر لوږېدلو خلکو لوړې اړتیاوې پوره کوي، خو په اوږدمهال کې هېڅ اقتصادي اغېز نهلري. اړتیا ده چې دا مرستې د هغو کسانو لپاره په پانګه اچونې پروژو ولګول شي چې بند پاتې دي، څو د کار زمینه برابره شي.»
سره له دې، یوشمېر هېوادونو او بنسټونو ژمنه کړې چې په راتلونکو میاشتو کې به افغانستان کې د بشري ستونزو هواري په موخه نورې مرستې هم برابرې کړي.
له دې ډلې، جاپان تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د کډوالو اړوند پروګرامونو او بشري مرستو د ملاتړ لپاره به ۱۹.۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړي.
همدارنګه، اروپايي ټولنې ژمنه کړې چې د ۲۰۲۶کال لپاره به د ژوند ژغورونکو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، افغانستان، پاکستان او ایران سره د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱۲۶میلیونه یورو مرسته وکړي.


