د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وايي، یو شمېر هندي پانګوالو کابل ته د سفر پرمهال د یاد وزارت له اداري او مالي مرستیال مولوي حسامالدین صابري سره لیدنه کې د افغانستان په کاني زېرمو کې پر پانګونې بحث کړی.
همایون افغان وویل، هندي پانګوالو اوسني شرایط د پانګونې لپاره مناسب بللي او لېوالتیا یې څرګنده کړه چې د افغانستان په معدني زېرمو به پانګونه وکړي.
د نوموړي په خبره، هندي سرمایه ګذارانو په ځانګړي ډول د اوسپنې او مسو له کاني سرچینو د ښې ګټې اخیستنې په برخو کې د همکاریو ژمنې وکړې.
«د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري معین مولوي حسامالدین صابري په خپل کاري دفتر کې د هند له پانګهوالو سره ولیدل. دې کتنه کې هندي پانګهوالو د افغانستان بډایه معدني سرچینې د پانګونې لپاره یو ښه فرصت وبللې او په ځانګړي ډول یې د مسو او اوسپنې پر کانونو د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه. د معین صاحب له لوري د دوی د لېوالتیا هرکلی وشو او د اصولو او شرایطو له مخې د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.»
د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي، د دغه وزارت مرستیال د هندي پانګوالو له علاقمندۍ د هرکلي تر څنګ ډاډ ورکړی چې اړوند مسؤلین د پانګوالو لپاره د وړ زمینې برابرولو او قانوني همکاریو تر چتر لاندې مناسبو اسانتیاوو مساعدولو ته چمتو دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې اقتصادي شنونکي هم د هندي پانګوالو لېوالتیا مهمه ګڼي، خو ټینګار یې دادی چې د پروسس ټولې چارې یې باید همدلته ترسره شي.
د اقتصادي چارو دوه کارپوهان جنت فهیم چکري او محمدعیسی مبارز وايي، هند همېشه له افغانستان سره مناسبې اړیکې پاللي او خپلو تعهداتو ته یې ژمتیا ثابته کړې، نو که د کانونو او معدني سرچینو په استخراج کې هم ورته ملګرتیا وکړي، پایلې به یې ګټورې وي.
«هندوستان داسې یو هېواد دی چې همېش یې له افغانستان سره ښې اړیکې ساتلې دي. هندوستان د اقتصاد له نګاه نه هم په ښه وضعیت کې قرار لري. هندوستان اوس په ټوله نړۍ کې څلورم اقتصادي قدرت دی، حتی له انګلستان څخه چې یو وخت یې مستعمره وو، هندوستان په صنعت، زراعت او تجارت کې مخکې دی. اوس که چېرته هندوستان غواړي یا یې سرمایه ګذاران غواړي چې په افغانستان کې سرمایه ګذاري وکړي، او په رښتیا سره کار وکړي او په معدنونو کې کار وکړي، او د معدنو پروسېس هم په خپله افغانستان کې وشي، دا ډېر یو ښه فرصت دی، باید مطابق د قانون تهیه او تدارکات ورته قراردادونه ورکړل شي.»
«که چېرې دغسې هېوادونه هغه تنها هند نه که هر هېواد وي، نو دا د افغانستان لپاره ډېر مفید دی دا کولای شي افغانستان اقتصادي ثبات خوا ته بوځي، د افغانستان پولي سیاست او مالي سیاست دواړه سره منظم کړي. اوس چې مونږ او تاسې کوم پولي او مالي سیاستونه لرو، دا اختیاري او مصنوعي دی، په دغسې سرمایه ګذاریو سره کولای شوي حقیقي بڼه غوره کړو. او بله داده چې هند هېواد همېش له افغانستان سره په هره برخه کې د زړه له کومې له افغانستان سره همکارۍ او مرستې کړي چې ځای یې هم نیولی او خلک هم ترې خوشاله دي.»
هندي پانګوال په داسې حال کې د افغانستان په کاني زېرمو پانګونې ته لېوالتیا څرګندوي چې دې وروستیو کې له هند سره د اسلامي امارت په سیاسي او سوداګریزو اړیکو کې هم د پام وړ پرمختګ شوی دی.


