د پکتيا د احصايې او مالوماتو رياست مسولان وايي، زرمت ولسوالي کې په لومړي ځل د الکترونيکي پيژندپاڼو د وېش مرکز پرانیستل شو.

د پکتيا د احصايې او مالوماتو رییس سيف‌الله منصور حقاني وويل، ياد مرکز کې د الکترونيکي پيژندپاڼو ترڅنګ د زېږون او مړینې کارتونو هم جوړيږي.

يادو مراسمو کې د پکتيا مرستيال والي انعام الله صلاح‌الدين له خلکو غوښتنه وکړه چې الکترونيکي پيژندپاڼې واخلي او دغه تذکرې د چارو ښه ترسره کېدو لپاره ګټورې دي.

د پکتيا د زرمت ولسوالي اوسيدونکي د الکترونيکي پيژندپاڼو د وېش مرکز په پرانيستې خوښي څرګندوي.

د زرمت ولسوالي قومي مشر حاجي محمد وويل چې زرمت ولسوالي يوه پراخه جغرافیه او نفوس لرونکي ولسوالي ده چې د دې مرکز په پرانيستل کېدو سره به د پيژندپانو اخيستو په برخه ګڼې اسانتياوې رامينځته شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وويل چې تر دې وړاندې به خلک د الکترونيکي تذکرو اخيستو لپاره مرکز ګردېز يا کابل ته تلل چې څو شپې او ورځې به يې پرې تېرولې.

هغه وويل: «د دې مرکز په پرانيستل کېدو سره به خلکو ته ډېره اسانتيا رامينځته شي. پخوا به چې يو کس تذکره اخيسته ګردېز يا مرکز کابل ته به تله، هلته به يې په هوټلونو کې شپې کولې، یانې يوه تذکره به په پينځه زره افغانۍ ورته تماميده. اوس به دلته کم وخت کې اخلي او مصرف به يې هم کم کيږي.»

يو بل اوسيدونکي روزي خان وويل چې له ياد مرکز څخه به د زرمت ترڅنګ د روحاني بابا خلک هم ګټه پورته کوي.

هغه وويل، د زرمت او روحاني بابا ولسواليو نفوس زيات دی او له مسولانو يې غوښتنه وکړه چې خلکو ته د لا ډېرو اسانتياوو لپاره دې مرکز ته هم صلاحيتونه ورکړي، تر څو پيژند پاڼو کې د نومونو او نور اصلاحات تر سره کړي.

د پکتيا د احصايې او مالوماتو رياست وايي، د ياد رياست تر چتر لاندې د الکترونيکي پيژندپانو دوو مرکزونو کې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې شاوخوا ۱۳۰ زره پيژندپاڼې ويشل شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام