د غزې د حکومت د رسنیو دفتر وايي چې اسراییلي ځواکونو د اوربند له پیل راهیسې لږترلږه ۹۷ فلسطینیان شهیدان کړي او ۲۳۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د دغه دفتر په وینا، اسراییلو د اوربند تړون ۸۰ ځله نقض کړی چې په هغو کې د توپونو ډزې، ډرون بریدونه او د ټانکونو خوځښتونه شامل دي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې، دا بریدونه د غزې په بېلابېلو سیمو کې شوي چې په‌کې د ملکي خلکو هستوګنځي، ښوونځي او د بې‌ځایه شویو کسانو کمپونه هم زیانمن شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د بیان له مخې، دا کړنې د اوربند د روښانه سرغړونو ترڅنګ د بشري حقونو له نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده.

د غزې د حکومت رسنیز دفتر له ملګروملتونو او د اوربند تضمینوونکو هېوادونو غوښتنه کړې چې د اسراییلو دا تکراري سرغړونې وڅېړي او د ملکي خلکو د خوندیتوب لپاره بیړني ګامونه پورته کړي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، په وروستیو ورځو کې هم د اوربند پرمهال بریدونه دوام لري او د وضعیت د خرابېدو اندېښنه زیاته شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام