په کندوز ښار کې ځوان ګرافیک ډیزاینر احمدجاوید هنرمند وايي چې له شپږ کلنۍ یې له هنر سره مینه درلوده او له همدې کبله د ګرافیک نړۍ ته راغلی دی.

د نوموړي په وینا، ګرافیک یوازې یوه دنده نه‌، بلکې هنر دی چې ژوند ته مانا ورکوي. نوموړي ته دغه کار ځانګړی ارزښت لري. هغه په ګرافیک ډیزاین کې له مصنوعي ځیرکتیا ګټه اخیستنه مثبت ګام بولي.

احمد جاوېد وايي چې له دې کاره هره مياشت په اوسط ډول شاوخوا پنځوس زره افغانۍ عايد ترلاسه کوي. دی زياتوي چې زياتره کارونه یې، د فوتوشاپ، اېلستريټر، کورل‌ډرا، کانوا، د نظر اخيستنې او لومړنيو ډيزاينونو په برخو کې وي.

نوموړی د مصنوعي ځیرکتیا(Artificial Intelligence)  په اړه وايي: «په ټوله کې، زه مصنوعي ځیرکتیا د يو مرستندویې وسیلې په توګه ګڼم، پېرودونکي لاهم زموږ د عايد اصلي سرچينه ده، ځکه په پای کې هغه طرحه ارزښت لري چې د انسان فکر او خلاقيت په‌کې وي. کله ناکله د نظر اخيستنې يا د لومړنيو طرحو د جوړولو لپاره له مصنوعي ځیرکتیا د وسايلو، لکه Midjourney، څخه کار اخلم. زما په اند، د مصنوعي ځیرکتیا راتګ د ځينو کارونو اسانتيا راوستې، خو انساني خلاقيت لاهم هغه څه دي چې هېڅ ماشين يې ځای نه شي نیولی.»

جاوېد وايي، پخوا په کندوز کې ګرافیک يو ناپېژندل شوی هنر و؛ تر دې چې د لوګو جوړول به هم د خلکو لپاره يو عجيب کار ښکارېده؛ خو اوس، له دې سره چې خلک ډيجيټل نړۍ ته ورننوتي، د ګرافیک ډيزاين ارزښت ډېر زيات شوی دی.

جاوېد هڅه کوي چې له نويو ټکنالوژيو څخه په ګټې‌اخيستنې سره او له خپلو سيالانو مخکې، نوې او بېلابېلې طرحې خلکو ته وړاندې کړي. د ده په وينا، په وروستيو کلونو کې د ګرافیکي اعلانونو بازار په ټولنيزو شبکو لکه فيسبوک او انسټاګرام کې په بې‌سارې توګه پراخ شوی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړی وايي، د کندوز ډېری پېرودونکي د لوګو، وېزټ کارت، بروشور، چاپي بنرونو، دوکانونو لوحو او د LED بُرج لوحو طرحې غواړي.

احمد جاوېد د کندوز د ګرافیک برخې تر ټولو لویې ستونزې د نامناسبو بيې، د مسلکي زده‌کړو د امکاناتو نشتوالی او د بازار محدودوالی ګڼي.

دی د افغانستان، په ځانګړي ډول د کندوز، د ګرافیک راتلونکې په اړه وايي: «زما په اند د افغانستان، په ځانګړي ډول د کندوز، د ګرافیک راتلونکی د مصنوعي ځیرکتیا او شخصي خلاقيت ګډه نتيجه ده. هغه کسان به بريالي وي چې وتوانېږي له نويو ټکنالوژيو ګټه واخلي او په عين وخت کې خپله خلاقيت او شخصي نظرونه هم پياوړي کړي.»

جاوېد وايي، د خپلو مسلکي مهارتونو د لوړولو لپاره يې له انلاين زده‌کړو، لنډمهاله روزنيزو صنفونو او عملي تجربو څخه کار اخيستی. دی د دوامدارې زده‌کړې پر ارزښت ټينګار کوي او له ځوانانو غواړي چې د ګرافیک مسلک ته داخل شي.

هغه وویل: «زما پيغام د کندوز او ټول افغانستان هغو ځوانانو ته چې د ګرافیک سره علاقه لري دا دی، صبر او زغم ولرئ. ګرافیک يوازې د سافټويرونو زده‌کړه نه ده؛ خلاقيت، مطالعه او تمرين غواړي. که رښتيا مينه لرئ، نو حتی د افغانستان په سختو شرايطو کې هم کولای شئ خپل هنر وښایئ او عايد ترې ترلاسه کړئ.»

ګرافیک يو ليدنیز هنر دی چې پيغامونه په ښکلي او د پوهېدو وړ بڼه مخاطب ته رسوي. دا هنر د رنګ، انځور، ليکنې او د هغو د ګډولو له لارې داسې طرحې جوړوي چې په اعلانونو، ټولنيزو شبکو، کتابونو، لوګوګانو او نورو ډېرو برخو کې کارېږي. له همدې امله، د ګرافیک ډيزاينر د خلکو، برانډونو او رسنيو تر منځ د اړيکو په جوړولو کې مهم رول لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام