د پنجشیر د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي چې د یاد ولایت له ټولو اړوند روغتیایي مرکزونو له کارکوونکو څخه دیني ازموینه واخیستل شوه.

د عامې روغتیا رییس حجت‌الله محمدي نن پنجشنبه (د وږي ۲۷مه) سلام‌وطندار ته وویل، دغه ازموینه د عامې روغتیا وزارت د لارښوونې او د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ اخیستل شوې ده.

محمدي د ازموینې د ګډونوالو د کره شمېر په اړه جزییات نه‌دي ورکړي، خو ټینګار یې وکړ چې دا بهیر د ټاکل شوې کمېټې په شتون او د ده تر څارنې لاندې په بریالیتوب ترسره شوی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي زیاته کړه، د دې ازموینې هدف د مبلغانو او مدرسینو د ورځنیو غونډو د اغېز ارزونه او اغېزمنتیا زیاتول و. د ده په وینا، لومړنۍ پایلې د قناعت وړ دي.

د عامې روغتیا رییس زیاته کړه چې وروستۍ پایلې به تر ارزونې وروسته د عامې روغتیا وزارت او د دعوت او ارشاد ریاست له لوري اعلان شي او له غوره کسانو به ستاینه وشي.

 

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام