یو شمېر ځوانان وايي، هڅه کوي چې خپلو هنري اثارو کې د ټولنې، درد، رنځ او واقعیتونو ته انعکاس ورکړي.
سلاموطندار دغه راپور کې د ۱۰ نجونو په ګډون ۲۱ ځوانانو سره چې ۱۰ یې لیکوالان، ۵ شاعران او ۶ انځورګر او ګرافیک ډیزاینر دي، خبرې کړي.
موندنې ښيي چې ډېری دغه ځوانان په خپلو اثارو کې ټولنیزو، ښوونیزو او فرهنګي موضوعاتو ته پام کړی او باور لري چې هنر د هغو خلکو پیاوړی غږ کېدی شي چې په چوپتیا او تیارو کې هېر شوي.
له بامیان څخه ۲۵کلن یعقوب چې د خپلو احساساتو د څرګندولو لپاره یې له رنګ او قلم څخه اخوا ګام اخیستی، وایي چې غواړي د ګرافیکي هنر او ډیجیټلي ډیزاینونو له لارې د ټولنې دردونه او ستونزې بیان کړي.
«اکثر وختونه نقاشي او کله ناکله ډیجیټلي ډیزاین هم کوم. زما هڅه، مقاومت او مبارزه دا ده چې ترخو واقعیتونو ته انعکاس ورکړم، څو هم د لیدونکي سترګې پرانیزي، هم په زړه کې یې هڅونه را وپاروي، او هم د خلکو هغه دردونه چې زموږ ولس یې تجربه کوي، د تل لپاره ثبت شي.»
له هراته ۲۶کلن ضیاءالحق چې نقاشي کوي او هنر د ټولنیزو دردونو د بیان وسیله بولي، غواړي په خپلو اثارو کې د خلکو د پوهاوي د لوړولو لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي.
«زما هدف د هنر له لارې ټولنیزو او فرهنګي اړخونو ته انعکاس ورکول دي، ځکه په دې دواړو برخو کې انځورونه ډېر څه وايي، داسې لکه چې خپله خبرې کوي. که څه هم موږ څو ځله د خلکو د ستونزو د حل لپاره خپل غږ پورته کړ، خو چا وا نه ورېده. وروسته مو بله لاره غوره کړه او له انځور څخه مو کار واخیست.»
همدارنګه یو شمېر ځوانان وايي، د هنر له بېلابېلو بڼو په ګټه اخیستو سره هڅه کوي د فقر، نابرابرۍ، له زدهکړو محرومیت، جګړې، کډوالۍ، د ځوانانو درد او ناهیلۍ او تاوتریخوالي په څېر موضوعاتو ته انعکاس ورکړي؛ څو د خلکو وجدان راویښ او د چارواکو پام ورته را واړوي.
۲۰ کلنه مروه او ۲۳ کلنه زهره د کابل دوه اوسېدونکې دي چې د نجونو پر زدهکړو له بندیز وروسته یې لیکوالۍ ته مخه کړې.
دواړه وایي، غواړي له همدې لارې له زدهکړو څخه د محرومیت درد انځور کړي.
«دا زما لپاره د ویاړ ځای دی چې غواړم د خپل هېواد په اړه لیکنه وکړم. په خپلو کیسو کې مې تر ډېره د ښځو وضعیت ته پاملرنه کړې. دا چې اوس ښځې له زدهکړو محرومې دي او په بېلابېلو بڼو سره ځپل کېږي، نو اکثر تمرکز مې هم پر همدې موضوع وي. هیله لرم چې له دې لارې د چارواکو پام ورته راواړوم.»
«عمومآ ما ته ټولنیز او فرهنګي موضوعات مهم دي، ځکه د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او ځوانانو دردونه او ستونزې مې له نږدې احساس کړي. ډېری وخت د تبعیض، فقر، د ښځو حقونو او زدهکړو پر موضوعاتو کار کوم، ځکه دا هغه مسایل دي چې د خلکو ورځنی ژوند یې مستقیم تر اغېز لاندې راوستی.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اېخوا او دېخوا سوځو، داسې لکه چې د سوځولو لپاره پیدا شوي اوسو. د بېچارهګۍ تنور تل پر مونږ ګرم وي.
دا له کابل څخه د ۲۳ کلن فیاض د سپین شعر یوه ټوټه ده. فیاض په خپلو شعرونو کې د ټولنیزو حالاتو او د کډوالۍ له امله د بېوطنۍ دردونه انځوروي.
«زه د ټولنیزو دردونو او کړاوونو روایت کوم، ترڅو خلک تفکر ته وهڅوم. هغه موضوعات چې انتخابوم، اکثره د افغان نجونو دردونه او د کډوالو د بېوطنۍ رنځ رانغاړي. زه هغه څه چې د افغانستان پر خلکو تېرېږي، په شعر کې بیانوم. هنر د روایت وسیله ده او له دې لارې مخاطب نشي کولی د خلکو د رنځ کیسې له پامه وغورځوي، بلکې دا ورته یو فرصت وي چې فکر وکړي.»
له کابل څخه ۲۵ کلن احمد ضیا هم وایي چې هڅه کوي د خپلو شعرونو له لارې د خلکو دردونه بیان کړي او هغوی د بیدارۍ پر لور راوبولي.
«زما شعرونه زیاتره ټولنیز، سیاسي او فرهنګي موضوعات رانغاړي. همداراز، د مهاجرت او بشري حقونو په اړه هم لیکنې کوم. د شعرونو پیغام مې بیداري، هوښیارتیا، د دردونو شریکول او هیلې دي. غواړم خلکو ته دا پیغام ورکړم چې چوپ پاتې کېدل د ستونزو حل نه دی.»
ورته وخت کې، یو شمېر ټولنپوهان او د پوهنتون استادان باور لري چې ځوانان کولی شي د نظر څرګندونې له لارې د ټولنیز پوهاوي په لوړولو کې مهم رول ولوبوي او د ټولنې واقعي وضعیت انعکاس کړي.
ټولنپوه احمد راشد صدیقي په دې اړه وایي: «له بېلابېلو لارو د ځوانانو د نظر څرګندونه د ټولنیز شعور د لوړوالي لامل کېږي او د ټولنې پوهاوی زیاتوي. که حکومت منفي غبرګون و نهښيي، ځوانان به د ستونزو په اړه لا ژور فکر وکړي. دا فرهنګ باید رامنځته شي، څو دوی وکولی شي د ځان، خپلې کورنۍ او ټولنې ستونزې په ښه توګه بیان کړي او د ټولنې ریښتینی وضعیت روښانه کړي.»
د پوهنتون استاد صادق صادقي په دې اړه وايي: «کله چې خلک او حکومتونه پوه شي چې چلند او کړنې یې د ټولنې تر ذرهبین لاندې دي، نو په خپلو پرېکړو او کړنو کې ډېر احتیاط کوي او بامسؤلیته چلند کوي. د نورو نیوکه یو ډول ټولنیز نظارت دی، چې له امله یې فرد یا حکومت خپلو مسؤلیتونو ته لا زیات متوجه کېږي او د خپل ټولنیز اعتبار د ساتلو لپاره مسؤلانه عمل کوي.»
دا څرګندونې داسې مهال دي چې د اسلامي امارت د مشر فرمانونو پر بنسټ، هېواد کې د هنرمندانو او شاعرانو پر فعالیتونو یو څه محدودیتونه لګول شوي.
ځوان هنرمندان له حکومته غواړي چې دا محدودیتونه او بندیزونه لرې کړي، څو وکولی شي خپلو هنري فعالیتونو ته دوام ورکړي.
دوی وایي، باید داسې یوه ټولنه جوړه شي چې هنر په کې یوازې د رنځونو د انعکاس وسیله نهوي، بلکې د درملنې او بدلون لپاره هم یوه اغېزناکه لار واوسي.


