د ادرارو «تشو متیازو» بې‌اختیاري یوه عامه او ځورونکې ناروغي ده چې ډېری مېرمنې له زېږون وروسته پرې اخته کېږي. یوشمېر ډاکټران وايي چې دغه ناروغي له زېږون وروسته د مېرمنو د جدي ستونزو څخه شمېرل کېږي.

لامل یې، په پرله‌پسې توګه زېږون، د زېږدلي ماشومان وزن ډېروالی، غبرګولي یا څو ماشومان راوړل او د مور د عمر کچې لوړوالی دی.

نسايي-ولادي برخې ډاکټره زرمینه مهمند وايي: «د زېږون وروسته د ادرارو بې‌اختیاري د څو عواملو ګډه پایله ده: څو ځله زېږون، د ماشوم لوړ وزن، غبرګولي یا څو ماشومانو حمل، اوږده زېږونونه، د مرستې وسایلو لکه فورسیپس یا ویکیوم کارول، د مور عمر او د حمل مخکې یا وروسته اضافه وزن.»

د نسایي-ولادي ډاکټره جیبه رایان د دې ناروغۍ نورو عواملو په اړه وايي: «د دې ستونزې یو مهم علت فیستول دی. فیستول هغه غیرطبعي سوري ته ویل کېږي چې د واژین او نورو اندامونو لکه مثانه یا کولمو ترمنځ رامنځته کېږي. کله چې دغه دیوال خراب شي، ښځې نور د ادرارو یا د حیض موادو کنټرول نه‌شي کولای.»

ډاکټران وايي چې دغه ناروغي درملنې وړ ده او زېږون په روغتیایي مرکزونو کې، د زېږون ترمنځ لږترلږه درې کاله واټن ساتل، د فیستول د ترمیم لپاره طبي مراجعې او په پای کې جراحي کول، کولای شي د مور روغتیا او ښه‌والي سبب شي.

د نسایي- ولادي ډاکټره، معصومه احسان وايي: «ګازدار مشروبات باید له‌منځه یوړل شي. په ځینو پېښو کې ښايي جراحي ته اړتیا وي. که یوه ښځه د زېږون وروسته تر شپږو میاشتو پورې د ادرار بې‌اختیاري ستونزه ولري، امکان لري چې جراحي ته اړتیا پیدا کړي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


همدارنګه، هغه مېندې چې طبیعي زېږون یا سزارین یې کړی، دواړه د دې ناروغۍ سره مخ شوي دي.

ناهید چې ۲۵کاله عمر لري او د بادغیس اوسېدونکې ده چې د دوو ماشومانو مو ده او د دویم زېږون وروسته له دې ناروغۍ سره مخ شوې، وايي: «وروسته له دې چې ډاکټر ته مراجعه وکړه او ځانګړي تمرینونه مې د عضلاتو لپاره ترسره کړل، د ناروغۍ حالت مې ښه شو او روغتیا مې بېرته ترلاسه کړه.»

۲۷کلنه عارفه فولاد د دوو ماشومانو مور ده چې طبیعي زېږون یې کړی او د خپل وروستیو میاشتو د حمل پرمهال د دې ناروغۍ تجربه داسې بیانوي: «په وروستیو میاشتو کې مې لږه بې‌اختیاري درلوده، په ځانګړي توګه کله چې مې خندل یا پرنجی کاوه. مجبور وم چې تل تشناب ته لاړه شم او ځینې فعالیتونه مې محدود کړل. خو ډاکټر سره د مشورې او د تمرینونو په مرسته، ورو ورو مې حالت ښه شو،»

حنیفه چې د بادغیس اوسېدونکې ده، د خپلې ناروغۍ په اړه وايي: «په ورځني ژوند کې مې ستونزې رامنځته کړې او محدودیتونه مې درلودل، بهر ته تلل سخت وو او تل اندېښمنه وم. منظم د لگن تمرینونه مې وکړل او د شپې د مایعاتو مصرف مې کم کړ. دغه تمرینونه رښتیا هم مرسته وکړه.»

د ادرارو بې‌اختیاري یوه طبیعي ناروغي ده چې د زېږون وروسته ډېرو مېندو کې رامنځته کېږي، خو د پوهاوي، سم مراقبت او د ډاکټر د لارښوونو په مرسته، دا ستونزه د کنټرول او درملنې وړ ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام