د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ریيس مولوي فیض‌الله جوهري د عینکو کان له لرغونو سیمو او اثارو څخه لېدنې پرمهال وویل، د یاد کان ملکي او نظامي مسوولانو سره د لیدنې پرمهال د عینکو کان د استخرج او لرغونو اثارو د راسپړلو برخه کې باید اړونده مسؤولین لرغونو سیمو او اثارو ته پاملرنه وکړي.

نوموړي وویل، عینکو کان د هېواد یو ترټولو لویه ملي پروژه ده او دغه کان نه یوازې مس لري، بلکې د هېواد په کچه د لرغونو اثارو او سیمو تر ټولو لویه سیمه ګڼل کېږی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا د عینکو کان استخراج کوونکي شرکت او د یاد کان د ساتنې نظامي مسؤولینو لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ریيس ته ډاډ ورکړی چې د یاد کان په بېلابېلو برخو کې به لرغونو سیمو او اثارو ته جدي پام کېږي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د عینکو کان د پروژې له پيل څخه تراوسه شاوخوا لس زره لرغوني اثار رایستل شوي او ډېری برخه یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ملي موزیم ته لېږدول شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام