Asset 1SWN

د متقي او ترکیې سفیر لیدنه؛ دوه اړخیزې اړیکې مخ پر وده بلل شوي

Gscx_JVW4AAc2KE

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي تېره ورځ (دوشنبه، جوزا ۱۲) کابل کې د ترکیې سفیر جینک اونال سره لیدلي.

دې ناسته کې د افغانستان او ترکیې مخ پر ودې دوه اړخیزو اړیکو، وروستيو پرمختګونو او سیمه‌ییزو مسایلو خبرې وشوې.

امیر خان متقي د ترکيې بشري مرستې ستايلي او د افغانستان او ترکيې دوه اړخيزې اړيکې يې مخ پر ودې بللي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دغه لیدنه کې د ترکيې سفير د دواړو هېوادونو اړيکې رغنده يادې کړي او افغانستان کې يې د ترکيې د همکاريو په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې.

د یادونې ده چې ترکیې اسلامي امارت سره نژدې ډيپلوماټیکې اړیکې ټینګې کړي او کابل کې د هغه هېواد سفارت هم فعاله دی.

همدارنګه ترکیه افغانستان سره د بشري او پوهنې په برخو کې همکاري لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام