Asset 1SWN

عدلیې وزارت سرپرست: ځینې شرکتونه په جعل‌کارۍ بې‌کیفیته درمل واردوي

عبدالحکیم شرعي

د عدلیې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عبدالحکیم شرعي د درملو شرکتونو له یوشمیر مسوولانو سره لیدلي.

هغه دغه ناسته کې ویلي، د درملو شرکتونو پخوانۍ اتحادیه د هغې په رهبرۍ کې د فساد له امله لغوه شوې او شرکتونه دې د یوې نوې اتحادیې په جوړولو اقدام وکړي، ترڅو د هغوی ستونزې له یوې واحدې مرجع اړوندو ادارو سره شریکې شي.

نوموړي د روغتیايي خدمتونو په برخه کې ستونزې له دې جملې د بې‌کیفیته او تاریخ تېر شویو درملو واردات او پلورل او په لوړه بیه د شرکتونو لخوا د درملو پلورلو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې په بې‌کیفیته او تاریخ تېر شویو درملو سره د خلکو ژوند ګواښل کېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


عبدالحکیم شرعي ویلي، د عدلیې وزارت او نورو اړوندو ادارو ګډ پلاوي راپور چې دغه شرکتونه یې ارزولي ښيي چې ځیني شرکتونه د اسنادو په جعل کارۍ سره، درمل د ټاکل شوې بیې څخه په لوړه بيه پلوري او له دې لارې په بازار کې د درملو بیه لوړیږي.

هغه ټینګار وکړ چې بې‌کیفیته او تاریخ تېره درمل هم له بېلابېلو لارو د شرکتونو په واسطه بازار ته واردېږي چې دغه موارد خیانت ګڼل کېږي او د بښلو وړ نه دی.

په دې ناسته کې د درملو شرکتونو مسوولانو هم خپلې ستونزې او ننګونې په ځانګړي توګه د مالیاتو او ګمرکاتو په برخه کې د عدلیې وزارت سرپرست سره شریکې کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام