Asset 1SWN

کندهار کې د کرنیزو محصولاتو د تشخیص معیاري لابراتوار پرانیستل شو

کرنیزو محصولاتو لابراتوار

ځايي مسوولان وايي، کندهار کې د لومړي ځل لپاره د کرنیزو محصولاتو د کیفیت ارزونې په موخه د ۲۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت معیاري لابراتوار پرانیستل شو.

د کندهار د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي شمس الرحمن موسی وویل، دغه لابراتوار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د خصوصي سکتور په مالي ملاتړ جوړ شوی دی.

ده وویل: «یاد لابراتوار د هېواد د پرمختګ لپاره ارزښتناک دی او موږ له خپلې خوا ورته د همکارۍ ډاډ ورکوو.»

دا لابراتوار به د تازه او وچو میوو، سبو، حبوباتو او نورو کرنیزو محصولاتو کیفیت ارزوي، ترڅو د وارداتو او صادراتو پر مهال د دغو محصولاتو دقیق تشخیص وشي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په همدې موخه ځانګړي مراسم هم جوړ شوي وو چې پکې د کندهار ولایت مرستیال والي ملا محمد انقلابي، د صادراتو د پراختیا عمومي رئیس سید عظیم مصطفی هاشمي، د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس محمد صدیق مهمند، د کرنې ریاست استازي او یو شمېر ملي سوداګر ګډون کړی وو.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد صدیق مهمند وویل، هڅه کوي چې د صادراتو کچه نوره هم لوړه کړو.

ورته مهال د کندهار مرستیال والي ملا محمد انقلابي وايي: «دا هېواد زموږ د ټولو دی، هیله ده هر څوک د پرمختګ لپاره خپل مسؤلیت ادا کړي. سوداګر باید په صادراتو کې لا ډېر فعال وي او موږ ورسره پوره همکاري کوو.»

د مسوولانو په وینا، یاد لابراتوار به د کرنیزو محصولاتو د کیفیت ارزونې په برخه کې ستونزې حل او د افغانستان د صادراتو پر کیفیت مثبت اغېز وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام