د ماشومانو د خوندیتوب سازمان «سیف د چلدرن» یوه راپور کې ویلي، یوازې د روانې اپریل میاشتې په لومړیو ۱۶ ورځو کې د راستنو شویو کورنیو په ډله کې شاوخوا ۵۰ زره ماشومان هم له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي چې له هرو پنځه یو یې له پنځو کلونو کم عمر لري.
د دې سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې له دغه هېواده په جبري توګه د ایستل شویو ۹۴۰ زره افغانانو له جملې ۵۸ سلنه یې ماشومان دي.
سیف د چلدرن د دې ماشومانو د زدهکړو د دوام په اړه اندېښنه ښوولې او ویلي، نږدې دوه پر درېیمه برخه هغه ماشومان چې افغانستان ته راستانه شوي، لاهم ښوونځیو کې نه دي شامل شوي او ډېرو یې ورته ویلي چې د نوملیکنې لپاره اړین اسناد نه لري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ماشومانو د خوندیتوب سازمان زیاته کړې چې هغه ماشومان چې افغانستان ته راستنېږي، د نس ناستي او ساري تنفسي ناروغیو په ګډون د سختو ناروغیو له خپرېدو سره مخ دي.
دا داسې مهال دی چې پاکستان د اپریل له لومړۍ نېټې راهیسې، د هغو افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی چې د (اې سي سي ) یا افغان تابعیت کارتونه لري.
د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ UNHCR د مالوماتو له مخې، د اپریل په لومړیو ۱۶ ورځو کې شاوخوا ۸۴،۸۰۰ افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي دي.



