Asset 1SWN

کاپیسا کې د ۱۲۰میلیون افغانیو په لګښت د ۶۸ پروژو چارې پیل شوې

IMG-20250325-WA0285

ځايي مسوولان وايي، دغه ۶۸ پرمختیايي پروژې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې تطبیق کیږي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست محمد یونس اخندزاده (سه‌شنبه، وري ۵) د دغو پروژو د چارو پرانیستې پرمهال ډاډ ورکړ چې د خلکو ستونزو ته رسېدنه کوي.

ده وویل، امکاناتو ته په پام د هېواد لرې پرتو او محرومو سیمو کې به بنسټیزې پرمختیايي پروژې چې د خلکو ټولنیزه هوساینه پرې تړلې ده، تطبیق کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دغو پروژو کې د کلیو سړکونو، پُلونو، پُلچکونو، استنادي دېوالونو او د اوبو لګونې کانالونو جوړول شاملیږي.

د دغو پروژو په عملي کېدو سره به زرګونو کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره، کرنیزې ځمکې خړوبې او سلګونه جریبه ځمکه د سېلابونو له خطر څخه په امن کې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام