Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتيا کې د ترافيکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي

۱۱۲۱۲۲۱۲

د پکتيا امنيه قومنداني مسوولان وايي چې د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار اړوند بنوزيو سيمه کې د ترافيکي پېښې پرمهال د يوې مېرمنې په ګډون درېوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پکتیا امنیه قومنداني وياند منيب ځدراڼ سلام‌وطندار ته وايي چې ياده پېښه بېګاه شپه ۱۱:۳۰ بجې د ګردېز ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د بنوزیو د زغني په سیمه کې د خوست –ګردېز پر عمومي لاره رامنځته شوې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه دغه‌راز وويل چې پېښه د یوې سراچه ډوله او باروړونکي موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې.

له دې وړاندې هم دغه ولایت کې ورته ټرافیکي پېښې رامنځته شوي چې تر ډېره یې، لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي او د سړکونو خرابوالی یاد شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام