په لغمان کې د «خپل هېواد خپل تولید» په نوم د کورنیو تولیداتو نندارتون پرانېستل شو چې درې ورځې به دوام وکړي.

په دې نندارتون کې د لغمان په‌ګډون د ننګرهار، کونړ، کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کورنیو تولیدي شرکتونو ګډون کړی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه نندارتون د یوه خصوصي شرکت له لوري د صنعت او سوداګرۍ ریاست په همکارۍ د کورنیو تولیداتو لپاره جوړ شوی چې موخه یې کورنیو تولیداتو ته د ښه بازار پیدا کول دي.

په یاد نندارتون کې شاوخوا ۴۰ غرفو کې بېلابېل ډوله تولیدات نندارې ته کېښودل شوي چې ډیره برخه یې، د لغمان او یوشمېر یې، د ننګرهار، کونړ او هرات تولیدات هم دي.

د لغمان د سوداګرۍ او صنعت رییس مولوي سلامت خان بلال وايي، د یاد نندارتون موخه د تولیدي شرکتونو ترمنځ همغږي او پېردونکو ته د کورنیو تولیداتو ښودل دي.

هغه وویل: «هغه وطني تولیدات چې دلته جوړیږي د هغې د بازار موندنې لپاره یاد نندارتون جوړ شوی او او په دې نندارتون کې داسې شیان شته چې د بیرونیو تولیداتو.مخنیوی کوي  او همدارنګه د کورنیو تولیداتو په ملاتړ په سلګونه ځوانانو ته کاري فرصت هم برابریږي.»

په ورته مهال د یاد نندارتون جوړونکي شرکت مسوولان وایي چې یاد نندارتون یې، د دغه ولایت له تولیداتو د ملاتړ لپاره جوړ کړی، څو صنعت‌کاران له یو بل سره مخامخ او له خپلو کورنیو تولیداتو استفاده وکړي.

د یاد شرکت مسوول ضیاالدین زلمي وویل: «په دغه نندارتون کې د مشرقي زون خلکو تر څنګ د   کابل نه هم سوداګرو ګډون کړی پکې چې په دغه نندارتون کې ټولې څلویښت غرفې دي چې د کمپنیو مالکانو پکې خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي.

سوداګر او صنعت‌کاران بیا وایي چې افغانستان تر بل هر وخت اوس د داخلي تولیداتو پرمټ ځان بساینې ته نږدې شوی دی او دې برخه کې حکومت څخه د زیاتې همکارۍ هیله کوي.

په یاد نندارتون کې د ګلستان ارغوان لبنیاتو مسوول وایي چې دوی په دغه نندارتون کې د خپلې تولیدي شرکت اته څلویښت ډوله اجناس نندارې ته ایښي دی.

هغه وویل: «مونږ دلته اته څلویښت قلمه  د خپلې کمپنۍ توکي دلته راوړي  او مونږ خوشحاله یو چې دلته لغمان کې هم زمونږ محصولاتو ته زمینه مساعده شوه او دغسې نندارتون جوړ شو په راتلونکي کې مو له دږلت نه غوښتنه داده چې دغسې نندارتونونه نور هم جوړ کړي تر څو تجاران خپل جوړ شوي شیان ننداری ته وړاندې کړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې په ختیځ زون کې د ننګرهار او کونړ په‌ګډون لغمان درېیم ولایت دی چې د کورنیو تولیداتو په ملاتړ نندارتونونه جوړ شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام